د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قطر کې د طالبانو لپاره دفتر، د کار پوهانو نظر


نقیب الله متونوال، مشال راډیو

خوست - په عربي هېواد قطر کې د مخالفو وسله والو طالبانو لپاره د یو دفتر پرانیستلو خبرې ورځ تر بلې غښتلي کیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول هم د چهارشنبې په ورځ په هرات ولایت کې رسنیوته په خپلو خبرو کې په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر په پرانیستو رضامندي وښوده او ویې ویل، چې دوی ورسره مخالفت نه لري اوداسې رپوټونه هم ورکول شول، چې د ګوانتانامو له زندان څخه د افغان بندیانود راخلاصیدو لپاره د دوی د کورنیو غړي هم هلته تللي او داسې ښکاري چې ښایې دا په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره یو پیل وي.

د سولې عالي شورا یو تن مرستیال عبدالحکیم مجاهد هم وایې، چې د طالبانو سره د خبرو لپاره د دفتر په پرانیستو به طالبانو ته د نظر څرګندولو موقع برابره شي او دنیاوال به هم له دوی سره په ښکاره خبرې وکړې.

مجاهد زياته کړه: ((د سولې عالي شورا دریځ داوو، چې وسله والوطالبانو ته یو ادرس پیداشي، چې دوی له زېر زمینۍ څخه روی زمین شي او وکولای شي، چې خپل نظریات دنیا ته څرګند کړي اودوى له دنیا سره تماس او دنیا له دوی سره تماس ونیسي. په دې وروستیو کې د رسنیو له مخې، چې طالبان غواړي چې په قطر کې دفتر ولري خو خپله د طالبانو اسلامي تحریک دا تایید کړی نه ده.))

خو په دې سره په افغانستان کې دننه ځینې کړۍ په اندېښنه کې دي. د افغانستان د ملي امنیت یا استخباراتو پخواني ریيس امرالله صالح په کابل کې په یوه غونډه کې وويل، چې که افغان دولت او طالبان په خپلو کې سره خبرې کوي نو د طالبانوضد، چې اشاره یې خپل ځان او پلویان وو د خبرو غوښتنه وکړه او د نه په صورت کې به یې مخالفت وکړي.

خو د سیاسي چارو کارپوه ظریف ناصري وایې، چې حکومت دننه ځینې داسې خلک شته چې د طالبانو په راتلو او د واک شریکولو په صورت کې به چوکۍ اوخپل موقف له لاسه ورکړي نوځکه يې مخالفت کوي.

ناصري زياتوي: ((د طالبانوپه راتګ ډېرخلک تاوان کوي او موقف له لاسه ورکوي خو دوی دا فکرنه کوي، چې د ایمان او وجدان له مخې دغه ۳۰ میلیونه خلک له ۳۰ کاله زیات په اورکې کړیږي کومه لار د حل ده، چې باید ورته پیدا شي، خو دوی یوازې خپلې ګټې لټوي.))

د سولې عالي شورا د نړیوالو اړیکو مسوول اسماعیل قاسم یار هم له رسنیو سره په خبرو کې د طالبانو راتلو لپاره ځینې شرایط لکه له جګړې لاس اخیستل د دوی په خبره له نړیوالو تروریستي شبکوسره اړیکې پرې کول اود اساسي قانون منل وښودل.

خود سیاسي چارويو بل کارپوه فضل الرحمن اوریا وایې، چې دا ډول شرایط د سولې شرایط نه بلکې د جګړې اوږدولو شرایط دي: ((کوم شرایط چې د سولې عالي شورا د سولې په خاطر وړاندې کړي دا دسولې شرایط نه دي بلکې د جنګ شرایط دي او د دې شرایطو پربنسټ به په افغانستان کې جنګ دوام وکړي او که دا شرایط وي د دې معنی دا ده، چې دوی نه غواړي د افغانستان مسله په دېپلوماتیکو لارو حل شي.))

باید وویل شي، چې خپله وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه خپل موقف یا دریځ نه دی په ډاګه کړی، چې ایا رښتیا هم دوی په قطر کې د خبرو لپاره د دفتر پرانیستل غواړي اوکنه؟ خو د نړیوالو رسنیو له مخې، چې طالبان د امریکا اوجرمني هېوادونو سره په قطرکې د دفتر پر پرانیستلوسلا شوي دي.
XS
SM
MD
LG