د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان ښکاره مشر نه لري، د پاکستان تر شا ولاړ دي


ژباړه: احمد شاه اعظمي، مشال راډیو

نيوز ويک مجله ليکي، په دې هيڅوک باوري نه دی چي د طالبانو مشر ملا محمد عمر په افغانستان کي د سولي د بهير په اړه څه فکر کوي، ځکه چي کله هغه لس کاله وړاندي له افغانستانه تللی دی نو بيا په ولس کي چا نه دی ليدلی او کېدای شي د سولي په خبرو اترو کي تر ټولو لوی خنډ همدغه وي چي طالبان څرګند مشر نلري. مجله د طالبانو د بهرنيو چارو د يو پخوانی چارواکی له خولې ليکي چي د طالبانو تر ټولو لويه کمزوري دا ده چي د دوی تحريک سياسي نه دی.

طالب چارواکی زياتوي، زموږ عسکري مشرتابه په دې هيڅ نه پوهيږي چي ياغيتوب په څه ډول په سياسي او سوله ايزه اېجنډا کي بدليږي. دوی يوازي له جنګ سره مينه لري که څه هغه جنګ نه ختمېدونکي او بې مانا هم وي.

مجله د طالبانو د پخواني سفير له خولې ليکي، د طالبانو ونه به هغه وخت وچه شي کله چي پاکستان اوبه پر بندي کړي. مشکل دا دی چي پاکستان خپلي سټراټيجيکي ګټي لري او تر هغه ورسته به پرېکړه کوي چي طالبان د سولي بهير ته ور پرېږدي او که نه. دا ګټي د امريکا له ګټو سره توپير لري. پاکستان په افغانستان کي يو مضبوط، خپلواکه او ملي حکومت ليدل نه غواړي ځکه چي د پاکستان تر ټولو لويه وېره دا ده چي دی به د خپل پخواني سيال هند په لومو کي راګير شي او له همدې کبله پاکستان د کرزي کمزوری رژيم هم د ځان لپاره يو لوی ګواښ ګڼي.

د طالبانو جنګي کومندانانو او چارواکو نيوز ويک مجلې ته ويلي چي د تيرو څو مياشتو راهيسي د پاکستان استخباراتي اداره آی اېس آی په مستقيم ډول له طالبانو سره په تماس کي ده. په هلمند ولايت کي يو کوچنی ياغي کومندان وايي، په تيرو وختونو کي آی اېس آی له لويو طالب کومندانانو سره راکړه ورکړه کول خو اوس زما غوندي کوچني کومندان سره هم په مستقيم ډول خبري کوي او هر يو دې ته هڅه وي چي نوره سخته جګړه وکړی.

مجله په پای کي ليکي، د همېش په څېر پاکستان طالبانو ته له مرستو ورکولو انکار کوي او وايي چي دوی په افغانستان کي ثبات غواړي.

بلخوا انټرنېشنل هېرالډ ټريبيون ورځپاڼه ليکي، کېدای شي په نړۍ کي به د افغانستان په څېر بل داسي هيواد نه وي چي په دومره مشکل ګاونډيانو کي راګير وي. کله چي امريکا خپلو پوځونو ته د سامان رسولو لاره بدلول غواړي نو دا کار د تاجکستان له لاري نشي کېدای ځکه چي هلته سړکونه په بد حالت کي دي. دا کار د ترکمانستان له لاري هم نشي کېدای ځکه چي دا هيواد يو بېطرفه جلاوالی خپل کړی دی. د ايران لخوا هم دا کار شونۍ نه دی نو په داسي حالاتو کي په څرګند ډول يوازي ازبکستان پاته کيږي چي له لاري يې په افغانستان کي مېشت بهرنيو ځواکونو ته سامان او تېل ورسول شي.

د دې هر څه لپاره تر هغه وروسته لاره هواريږي کله چي د نومبر پر شپږويشتمه نېټه د ناټو په بمبارۍ کي د پاکستان څلرويشت سرتيري ووژل شول او پاکستان د احتجاج په توګه پر ناټو او امريکا افغانستان ته تلونکي خپلي ټولي لاري د سامان او تېل وړلو لپاره وتړلې.

ورځپاڼه زياتوي له ازبکستان سره په دې لړ کي کار کول که څه هم ګران ښکاري خو امريکا تر دې دمه بريا تر لاسه کړې ده. امريکا دغه لاره په داسي حال کي استعمالوي چي پر اصولونو يې لږ څه ساز باز کړی دی. دا په دې چي د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت لخوا د بشري حقونو په کلني راپور کي پر ازبکستان سختي نيوکي شوي دي.

سربېره پر دې چي د دواړو هيوادونو تر منځ پوځي همکارۍ وده کړې ده. له همدې کبله د ازبکستان د بشري حقونو فعالين چي په ډېر کم شمېر کي دي وايي، دوی داسي احساسوي چي په دې هيواد کي د بشري حقونو پر سرغړونو امريکا تر ډېره حده سترګي پټي کړي دي خو د امريکا په سېنېټ کي د بهرنيو چارو د کميټۍ لخوا په يو راپور کي د کمېټۍ مشر سېنېټر جان کېري ليکي، د پوځي اهدافو لاس ته راوړل او د ښه حکومت دارۍ پرمختګ او د بشري حقونو پياوړي کول يو پر بل تکيه نه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG