د لاسرسي ځای

د بلوڅانو وژنه د پاکستان زمکنۍ بشپړتیا ته ګواښ


یو بلوڅ کارکن د بلوچستان نېشنل پارټۍ د وژل شوي یوه مرکزي مشر حبیب جالب مړی ښکولوي.چې د ۲۰۱۰م کال په ۱۴ جولايي ووژل شو.

یو بلوڅ کارکن د بلوچستان نېشنل پارټۍ د وژل شوي یوه مرکزي مشر حبیب جالب مړی ښکولوي.چې د ۲۰۱۰م کال په ۱۴ جولايي ووژل شو.

د پاکستان د انګرېزي ژبې په ورځپاڼه ډان کې د لیکوال او شنونکي آی اې رحمان لیکنه خپره شوې ده. نوموړی لیکي، که په بلوچستان کې د فعالینو مړي غورځول او د هغوی ورکېدل و نه درېږي نو تر هغې د عادي حالت او د پاکستان د ځمکنۍ بشپړتیا روغ پاتې کېدل نا ممکنه ښکاري.

په ډان ورځپاڼه کې لیکل شوي، په پاکستان کې یو شمېر سیاسي ګوندونو د راتلونکو عمومي انتخاباتو لپاره کیمپېن پیل کړی دی او اوس د بلوچستان بحران هم د دوی په سیاسي ویناوو کې ځای میندلی دی.

د لیکوال آی اې رحمان په خبره، البته دا مشکوکه ده چې له پاکستانه د بلوڅانو د بې ګانګۍ اصلي لامل ته ځواب وویل شي.

په دې وروستیو کې یوه مشر بلوڅ سیاستوال عطا الله مېنګل د مسلم لیګ له مشر نواز شریف او تر دې وروسته له رسنیو سره د خبرو پر مهال سپینه وینا وکړه. هغه وویل، بلوڅ ځوانان هغه پاکستان نه غواړي چې په کې دوی د خپل قام د وګړو خراب شوي، او غوڅ شوي مړي تر لاسه کوي. عطا الله مېنګل ویلي ول، دا اوس په بلوڅ ځوانانو منحصره ده چې د خپلې راتلونکې پرېکړه وکړي. ده وویل، بلوڅان په منظم ډول وژل کېږي او همدا کار دی چې دا خلک یې غرو ته ختلو ته مجبوره کړي دي. عطا الله مېنګل زیاته کړه، بلوڅان داسې حالت ته رسول شوي دي چې ترې بیرته ستنېدل نشي کېدای.

په مقاله کې راغلي، هر څه چې هغه نواز شریف ته ویلي، همدا خبرې شا و خوا د بلوچستان ټول سیاسي مشران او د بشري حقونو یو څو ادارې یې کوي. خو د لیکوال په خبره، د مېنګل په وینا کې دوه نکتې لږې نوې وې. یوه خو دا چې هغه د دې بحران پړه د پاکستان پر پوځ واچوله چې ورته یې د پنجاب پوځ وویل.

دویم دا چې هغه ومنله چې د بلوڅانو د مشرتابه واګي اوس د ځوانانو په لاس کې دي. ده وویل، که یوه اخري مخلصانه هڅه وشي، نو کېدای شي بلوڅ ځوانان له اسلام اباد سره د خپلو محرومیو او خپګانونو په اړه خبرې اترې وکړي.

نواز شریف هم پر دې مهال د مېنګل اندېښنې سمې وګرځولې او و یې منله چې په بلوچستان کې بر بریت او وژنې روانې دي. نواز شریف ژمنه وکړه چې د ده ګوند به له بلوڅ ځوانانو سره خبرې کوي. اوس هغه له طلال بګټي سره رابطه کړې ده او ورته یې بیا ویلي، چې د پلار وژونکو ته به یې سزا ورکړي.

همدا مهال عمران خان هم د بلوڅانو د حقونو خبره کړې ده. د لیکوال په خبره، د دې هر څه باید هر کلی وشي، خو دا هر څه ډېر لرې نشي تللای.

د مقالې تر مخې، اصلي خبره دا ده چې ایا د بلوچستان نوي ملګري به وکولای شي چې له دې روایتي سوچه اخوا لاړ شي چې تر مخې یې ویل کېږي بلوڅان به مجبوره کړل شي چې د پرمختګ تر نوم لاندې د لسیزو ورکړل شوي ټپونه، او ځورول هېر کړي. لیکوال لیکي، مشرف فکر کاوه چې که چېرې په بلوچستان کې لویې پرمختیايي پروژې عملي کړل شي نو بلوڅان به له خپلو سیاسي او اقتصادي حقونو لاس واخلي.

لیکوال لیکي، هغه دا هېره کړه چې ایوب خان هم په مشرقي بنګال کې همدا ټاکټیکونه کارولي ول. همدا راز، د اغاز حقوق بلوچستان د پیکیج تنظیم بلوڅان لا نور خپه کړل.

بلوڅان لا نور په دې د مایوسۍ کندې ته ور وغورځول شول چې د فعالینو د ورکېدلو عمل لا نور زیات شوی دی. همدا راز، د دې ورکو شویو بلوڅانو په ګولیو سوري مړي هم د سړکونو تر غاړې میندل کېږي.

په مقاله کې راغلي، حکومتي ویاندان د دې هر څه پړه بیرته په بلوڅانو اچوي، او پخپله یې نه مني.

د لیکوال په خبره، بلوچستان د هیواد تر ټولو زیات کنټرول لاندې چاوڼۍ ده او د دې چارې تر هغې په سم لور نشي تللای چې چې د دې د قسمت فیصلې د امنیتي ځواکونو په لاس کې وي.

آی اې رحمان زیاتوي، تر هغې چې د مړو میندل کېدل او د خلکو ورکېدل نه وي درېدلي، د بلوچستان عادي حالت ته تګ او د پاکستان بشپړتیا ناممکنه ده.
XS
SM
MD
LG