د لاسرسي ځای

تازه خبر

تاوتریخوالي د پښتني موسیقۍ بڼه اړولې


وتلی سندرغاړی ګلزار عالم او د غزل شهنشاه خیال محمد
وتلی سندرغاړی ګلزار عالم او د غزل شهنشاه خیال محمد
بوریوال کاکړ ، مشال ریډیو

په پاکستان او په خاصه توګه پښتنه سیمه کې که د ترینګلو حالاتو له کبله د ژوند نور اړخونه اغېزمن شوي دي نو له هغه سره سره هلته پر موسیقي هم خورا اغېزه شوې ده. اوس زیاتره سندرغاړي د میني ، ښکلا او رنګینیو په اړه سندرې نه وايي بلکه داسې سندرې وايي چې د دوی په وطن کې د روانو حالاتو عکاسي په کې شوې وي.

له تېرو څو کلونو راهسې په پاکستان او په تېره د پښتنو په وطن کې د ترهګرۍ څپو د ژوند او د ژوند له هره اړخه سره تړلي خلک اغېزمن کړل.

په زرګونه خلک ووژل شو ، په لکونه بې کوره شو ، تعلیمي ادارې ورانې کړل شوې ، هجرې او د خوشالیو ځایونه او موقعې په نښه شوې او آن تر دې چې پر مزارونو ، جنازو او مسجدونو لا هم بریدونه تر سره شوو.

د ترهګرۍ تر څپو وړاندې د پښتنو ټولې سیمې او په خاصه توګه پېښور په موسیقۍ او سندرغاړو کې نوم درلود.

خو د ترهګرۍ له امله که له یوې خوا د موسیقۍ دوکانونه په نښه شو او ځینو سندرغاړو موسیقۍ ته شا کړه او ځینو وطن پرېښودو ، نو بلې خواته د شعر او موسیقۍ په موضوعاتو کې هم بدلون رامنځ ته شو.

اوس سندرغاړي د پخوا په شان د میني او ښکلا پر ځای د ورځنیو حالاتو په اړوند سندرې وايي.

په پېښور کې مي د پښتو ژبې له نومیالي سندرغاړي ګلزارعالم څخه وپوښتل چې دوی د دې بدلون په اړه څه نظر لري .

نو هغوی وویل چې دا د وخت اړتیا ده او په کار دی چې هم داسې سندرې ولیکل شي او وویل شی.

ګلزارعالم زیاته کړه چې اوس چې کوم حالات دي نو ظاهره خبره ده چې شاعران به هم له دې حالاتو متاثره کیږي او لیکي به. اوس د ګل ، د بلبل او د صیاد معناوي بدلې شوې دي. اوس لفظونو معناوي بدلې کړې دي. نو چې هغوی په پښتنه ټولنه کې څه احساسوي هغه به لیکي او سندرغاړي به یې وايي. او په کار ده چې ویې وايي چې په پښتنو کې څه بیداري راشي او څه امنیت راشي. دا زما په خیال ښه خبره ده.

په پښتنه سیمه کې له څو کلونو پر راروانو کړکېچنو حالاتو سربېره د پښتو موسیقۍ هم وده کړې او هم نوي سندرغاړي دې ډګر ته راوتي دي.

ګلزارعالم هم وايي چې اوس حالات څه ښه شوي دي خو د هغه په خبره پخواني حالت ته راګرزېده به یې وخت واخلي.

هغه وویل چې ، اوس حالات ښه شوي دي او خدای دي وکړي چې هم داسې ښه پاتې شي. خو اوس هم د هنرمندانو او د موسیقۍ د اورېدونکو په زړونو کې هغه ویره ترهه پرته ده او زما به خیال چې دا وځي نو به ډېر وخت اخلي.

ګلزار عالم اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي چې دوی ته په لسګونه ځله ټلیفونه او ایس ایم ایسونه شوي چې موسیقي پرېږدي خو د هغوی په خبره دوی سندرې د دې لپاره وايي چې په خلکو کې پوهه پیدا کړي.

د پښتو نومیالي سندرغاړي ګلزارعالم له مشال ریډیو سره په مرکه کې وويل چې د پښتنو په وطن کې د ترهګرۍ له امله پر شعر او موسیقۍ دومره اغېزه شوې ده چې اوس د ګل ، بلبل او صیاد معناوي بدلي شوي دي.
XS
SM
MD
LG