د لاسرسي ځای

په پښتنو نخوا او فاټا کې دلوډشېډینګ ضد لاریونونه


دپاکستان د نورو برخو په څېر په قباییلي سیمو او خېبر پښتونخوا کې د ګیس ترڅنګ د بجلۍ لوډ شیډنګ پر وړاندې لا هم خلک لاریونونه او مظاهرې کوي.

نن دپیښور علاوه د سیمې په بیلا بیلو برخو کې خلکو د لوډشیډنګ خلاف مظاهرې کړي.

ددې ترڅنګ د خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ کې حکومت مخالفه ګوندونه هم د احتجاج په توګه د اسمبلۍ نه بهر وتلي دي، او غوښتنه یې کړې چې ددې مسلې حل دې زر تر زر راوباسي ځکه چې ددې لوجې امن امان له خطر سره مخامخېدای شي.

په بنو کې کې له مشال ریډيو سره په خبرو کې خلک وايي چې د پرله پسې لوډشېډينګ له وجې سختې ستونزې لري.د دوی په خبره کاروبارونه یې په ټپه ولاړ دي.
XS
SM
MD
LG