د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د ۲۰۱۱م کال مهمې پېښې


په ۲۰۱۱م کال د پنجاب ګورنر سلمان تاثير ،د القاعده مشر اوسامه بن لادن،د اقلیتي چارو وزیر شهباز بټي ،خبریالان ووژل شو او د پاکستان و امریکا ترمنځ اړيکې خرابې شوې.


سلمان تاثیر
سلمان تاثیر
سلمان تاثیر
د پنجاب ګورنر سلمان تاثیر د جنورۍ په څلورمه نیټه په اسلام اباد کې د خپل سرکاري ساتونکي ممتاز قادري لخوا په ډزو ووژل شو. تاثیر چې د پیپلز ګوند سره یې تړاو لرلو، د توهین رسالت په تور کې د یوې ګرفتاره شوې عیسوي ښځي اسیه بي بي سره د حمایت او د توهین رسالت د قانون د بدلولو په خبرو ووژل شو.

ولي خان بابړ
ولي خان بابړ

ولي خان بابړ

پر ۱۳ م جنوري په کراچۍ ښار کې د جیو ټي وي خبریال ولي خان بابړ د ناڅرګندو وسلوالو لخوا ووژل شو.خو د سیند صوبې د کورنیو چارو وزیر ډاکټر ذوالفقار مرزا د هغه د وژنې پړه د الطاف حسین پر متحده قومي مومنټ واچلوه.خو ایم کیو ایم دا تورونه ردوي.ولي خان بابړ د ژوب له سیمې سره تعلق لرلی.

رېمنډ ډېوس
رېمنډ ډېوس

رېمنډ ډېوس

د جنورۍ په ۲۵ مه د امریکا د سي آی اې یوه کارکونکي رېمنډ ډېوس په لاهور ښار کې دوه تنه پاکستانیان ووژل چې په دې سره په ملک دننه مذهبي او نورې تندلارې ډلې سختې راوپارېدلې.او د پاکستان و امریکا په اړیکو کې د کړکېچ یو بل لوی سبب وګرځېدۍ.او د خون بها ورکولو وروسته د وژل شویو کسانو کورنۍ هغه معاف کړ.

شهباز بټي
شهباز بټي

شهباز بټي

د پاکستان د لږکیو وفاقي وزیر شهباز بټي په اسلام اباد کې د مارچ په دویمه په ډزو ووژل شو، د هغه د وژنې پړه تحریک طالبان پاکستان قبوله کړې. په پاکستان کې په بیا بیا مینځ لاری او اقلیتي ډلې په نښه کېږي.




اوسامه بن لادن
اوسامه بن لادن

اوسامه بن لادن

د می په دویمه په ایبټ اباد ښار کې د امریکا خاصو ځواکونو په یوه چاپه کې د القاعده مشر اوسامه بن لادن وواژه ، په امریکا کې د هغه د وژنې اعلان د امریکا ولسمشر بارک اوباما وکړ او ویې ویل، نن دوی یوه لویه کامیابي تر لاسه کړه.


نصرالله اپرېدی
نصرالله اپرېدی

نصر الله خان اپرېدی

د مې پر لسمه په پېښورښار کې د مشرق ورځپاڼې خبریال نصرالله اپرېدی په خپل موټر کې له یوې بمي چاودنې ووژل شو.دهغه د وژنې پړه وسلوالو طالبانو پر غاړه اخیستې وه.











په مهران هوايي مرکز کې د برید وروسته اور لګېدلی
په مهران هوايي مرکز کې د برید وروسته اور لګېدلی

په مهران هوایي مرکز حمله

د می په درویشتمه په کراچۍ کې د هوايي پوځ په یو مرکز مهران بېس وسلوالو حمله وکړه، چې پکې یی ۱۳ کسان ووژل، او دوه جدیده جنګي الوتکې یې هم تباه کړلې. دغه پیښه د بن لادن د مرګ یویشت (21)ورځې وروستو مخې ته راغله.



سلیم شهزاد
سلیم شهزاد

سلیم شهزاد

د مې پر ۲۹ مه خبریال سلیم شهزاد له تېښتولو وروسته د نامالومه کسانو لخوا ووژل شوی وو.د هغه د وژنې پړه د پاکستان پر استخباراتي ادارو اچلول کېږي.خو هغوی دا تورونه نه مني.
نوموړي د مهران هوايي مرکز د پېښې په اړه ځینې انکشافات کړي وو چې د کارپوهانو په خبره هم دا انکشافات یې د وژنې سبب وګرځېدل

سیند سیلابونه

په نهم اګست په سیند صوبه کې سیلابونه راغلل، چې د پاکستان بشري مرستندویه ادارو په خبره ، څه نا څه ۷ لکه خلک یی متاثره کړل، او شپږ میلینه ایکړه زمکه یې له کښت نه وویستله . په ۳۰ م نومبر د دغه سیلابونو سل ورځي پوره شوې. ملګري ملتونه وایي د نړۍ نه د دوی د اپیل یواځي ۳۷ فیصده مرستې سیلاب ځپلو تر لاسه کړي.

په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني
په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني

د لانجمن لیک رسوايي

په نومبر کې په خټه د یوه پاکستاني امریکايي منصور اعجاز لخوا د لندن په فایناشل ټایمز کې یو لیکنه خپره شوې چې په هغه ده لیکلې چې د امریکا لپاره دپاکستان د هغه وخت سفیر حسین حقاني دده له لارې مایک مولن ته یو لیک استولی وو، چې پکې د پوځ د کنټرولولو په اړه خبرې شوې وې، له دغې وروستو حسین حقاني مستعفي شو، په سپریم کورټ کې یې کیس داخل شو، او وایي په ده لګول شوي تورونه دروغ دي.

د مومندو په سلللا کې پاکستاني پوځي پوسته چې د نېټو برید ورباندې شوی وو
د مومندو په سلللا کې پاکستاني پوځي پوسته چې د نېټو برید ورباندې شوی وو

پر پاکستانۍ پوسته د نېټو حمله

د نومبر په ۲۶مه د افغانستان او پاکستان ترمنځ په قبایلي سیمه مومندو کې د نېټو لخوا په یوه هوایی حمله کې څلریشت پاکستاني پوځیان ووژل شول. امریکا په خپل یو تحقیقاتي رپوټ کې وایي، د پاکستان پوځ پرې لومړی ډزی پیل کړي، خو د پاکستان پوځ دغه تورونه ردوي. پاکستان د احتجاج په توګه د افغانستان په اړه د بون د نړیوالې غونډې نه هم بایکاټ وکړ.او د نېټو سپلايي یې هم تړلې ده.

د مومندو د سلللا پېښه د امریکا وپاکستان په تعلقاتو یو بل منفي اغیز وکړ.
XS
SM
MD
LG