د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د ژورنالیستانو لپاره د نړۍ دویم خطرناک هیواد


نصرالله اپرېدی سږ کال په پېښور کې په خپل ګادي کې له یوې بمي چاودنې ووژل شو.
نصرالله اپرېدی سږ کال په پېښور کې په خپل ګادي کې له یوې بمي چاودنې ووژل شو.

د ژورنالیستانو د حقوقو ددفاع یوې مخکښې نړیوالې ادارې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې پاکستان په نړۍ کې د ژورنالیستانو لپاره دویم خطرناک هیواد بللی.

د پيک په نوم ددغې ادارې د کلني راپور له مخې په دې کال کې په ټوله نړۍ کې ۱۰۶ تنه خبريالان او د خبري رسنیو کارکوونکي وژل شوي چې یوولس تنه یې په پاکستان کې دي.

په دې راپور کې ویل شوي،چې په پاکستان کې د بل هر ځای په نسبت د ژورنالیستانو ژوند له سخت خطر سره مخامخ دی او د بیلابیلو دولتي او نا دولتي ادارو،سخت دریځو وسله والو ډلو او نورو زور واکانو له خوا ګواښل کیږي،ډبول کیږي او ان د مرګ ګواښونه هم ورکول کیږي.

ددې راپور له مخې مکسیکو د ژورنالیستاو لپاره لومړی درجه خطرناک هیواد ښودل شوی،خو یوشمیر پاکستاني ژورنالیستان بیا وايي،چې په حقیقت کې پاکستان او په تیره خيبر پښتونخوا تر ټولو خطرناک ځای دی.


۲۰۱۱ د نورو کلونو پشان یو خونړۍ کال و،چې په بیلابیلو ځان وژونکیو حملو او نورو تروریستي پيښو کې د خیبر پښتونخوا ګڼ شمير ولسي خلک ټپيان او وژل شوي دي،د پيښور پریس کلب پخوانی مشر او د ډیلي پاکستان مدير شمیم شاهد وايي، د خبریالانو ستونزې تر بل یې تر بل هر چا زیاتې دي :

(په خيبر پښتونخوا د خبریالانو ژوند هره شيبه په خطر کې وي.
که تاسو د هرې خبري ادارې دفتر ته ورځئ نو داسې به درته ښکاري لکه کومه امنیتي یا دولتي اداره چې وي، ځکه چې هرې ادارې د امنيتي مجبوریتونو له مخې د خپل دفتر په وره کې څو څو وسله وال ساتونکي درولي.تاسو وګورئ پيښور پريس کلب په نړۍ کې یواځنی پریس کلب دی چې ځانمرګی برید پرې وشو(


په دغه راپور کې مکسیکو د نشه يي موادو مافیا د پراخو فعالیتونو او زور وځواک له امله د دویم ځل لپاره د لومړۍ او پاکستان د دویمې درجې خطرناک هیواد ګڼل شوی،خو پاکستاني خبريالان بیا وايي،چې دلته د نورو هیوادونو برعکس د نورو ترڅنګ پخپله حکومتي ادارې ژورنالیستانو ته ستونزې رامنځته کوي.
په پيښور کې د سماء خصوصي تلويزيون مدير شوکت خټک په دې باب ازادي راډیو ته وویل ،(حکومت نه غواړي چې له دې سیمې نه بهر نړۍ ته معلومات ورسیږي،نو له همدې وجې دوی پر خبريالانو او خبري رسنیو ډول ډول فشارونه واردوي او دې ته یې مجبوروي چې پر حقایقو سترګې پټې کړي.
همدا لامل دی چې دلته یواځې د طالبانو له لوري نه بلکې د استخباراتي او نورو دولتي ادارو له خوا هم خبريالانو ته سختې ستونزې متوجه دي او ډير ځورول کیږي(


ژورنالیست او ورځپاڼه لیکونکي سليم ساپي هم د شوکت خټک په تائید وايي امنيتي او نورې دولتي ادارې ددې پرځای چې د ژورنالیستانو د ژوند د خوندیتوب په برخه کې له هغوی سره مرسته وکړي برعکس کار کوي کوي :

(دلته هرڅه د نورې نړۍ برعکس دی،په نوره نړۍ کې دولتي ادارې ژورنالیستانو ته تحفظ ورکوي خو دلته پخپله استخباراتي او نورې دولتي ادارې دوی ته ستونزې جوړوي،تر اوسه په یو ځای کې هم دغو ادارو له امنيتي پلوه د ژورنالیستانو سره مرسته نده کړې.همدا لامل دی چې نن ټوله نړۍ دا مني چې پاکستان د خبريالانو لپاره یو خطرناک ځای دی(

خبريالان شکایت کوي،چې په قبایلي سیمو کې د سخت دریځو وسله والو او ځايي زورواکانو ترڅنګ دحکومتي چارواکيو له خوا هم زورول کیږي،خو په ښاري سیمو کې بیا تر ډیره د استخباراتي ادارو له لوري ګواښل کیږي، چې ډیری مهال دا ګواښونه د تلیفون پر لیکه وي او د یوې ناڅرګندې شمیرې نه ورته زنګونه وهل کیږي او ان په مرګ ګواښل کیږي.
دوى له پاکستاني حکومته غواړي چې د دغو ستونزو په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي او لږ تر لږه یې د استخباراتي ادارو له ګواښونو څخه وژغوري.
XS
SM
MD
LG