د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار ته ګڼ افغان وزیران تللي


کندهار ته ډله وزیران تللي دي
کندهار ته ډله وزیران تللي دي

سید شاه سقیم - کندهار

د کليو پرختيا ، پوهنې ، کرهڼې، د نشه يي توکيو په وړاندې د مبارزې او ټولګو وزيرانو د برېښنا د وزارت د معين په ګډون تېره ورځ په کندهار کې له سلګونو قومي او دولتي مشرانو سره په کندهار کې د نويو کارونو او خدمتونو د پيلولو خبر ورکړ خو د کندهار قومي او دولتي مشرانو يې د دوى د څرګندونو پر وخت لا په خبرو باور ونه کړ. او د دوى څرګندونې يې يوازې د کندهاريانو تېر ايستل وبلل .

له راغليو وزيرانو سره د خبرو پر مهال د کندهار ځينو قومي مشرانو د خپلو هغو ستونزو يادونه وکړه چې دا مهال ورسره لاس او ګرېوان دي او لوړ پوړي دولتي چارواکي يې پړه وبلل چې تر اوسه پورې يې دوى ته پاملرنه نه ده کړې .

د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا د غونډې د پرانستنې د وينا پر مهال ګڼې هغه ستونزې يادې کړې چې د ده په خبره ډېر وخت وړاندې يې لا تر وزيرانو رسولې وې خو تر اوسه نه دي ختمې شوې .

دى وايي وزيران او لوړي پوړي دولتي چارواکي کندهار ته د شپږمې ګوتې په نظر ګوري. کندهار نا امنه بولي او په همدې پلمه کله هم کندهار ته د خلکو د ستونزو د اورېدلو په موخه نه دي راغلي.

(( درې کاله کېږي چې زه په کندهار کې والي يم په دغه درې کاله کې يو پول انکشافي بوديجه کندهار ته نه ده راغلې. د کاغذ پر مخ راشي چې پلانکي سکټور لپاره دا بوديجه ځانګړې شوې ده خو بيا هيڅ هم نه وي ، د لوړو زدکړو وزير صاحب هم يو له هغو کسانو دى . چې کندهار يې تر اوسه نه دى ليدلى، زه هيله لرم چې دوى خپل خارجي سفرونه لږ را کم کړي او دلته راشي چې د خپلو شاګردانو حال وګوري ، دوى به ووينې چې په ليله کې شاګردان له کومو ستونزو سره مخامخ دي او په ټولګي کې څه ستونزې لري. ))

د افغانستان د پوهنې وزير فاروق وردګ قومي مشرانو ته د خبرو پر مهال وويل چې سر له همدا ننه به په کندهار کې د زده کوونکو لپاره د يوې ليليې په جوړولو کار پيلوي او د هغو ښوونځيو په پرانستلو کې به مرسته کوي چې دا مهال د بېلابېلو ستونزو له امله تړلي پاتې دي.

فاروق وردګ ومنله چې کلونه کلونه يې د کندهاريانو حق د نورو ولايتونو اوسېدونکو ته ورکړى خو لا مل يې بېرته هم په کندهار کې نا امني او زدکړې ته د خلکو نه لېوالتيا وبلله .

(( درې کاله مي ستاسي حق د نورو ولايتونو خلکو ته ورکړى، دلته چې ښوونځۍ نه وو که به زما بوست وو که کتاب وو ما نورو ولايتونو ته ورکړى دى. خو نن چې ستا مکتب خلاص شو اوس زه درته هيڅ انکار نه کوم راشه چې څومره غواړي ويې غواړه زه يې درکوم ))

د کندهار د ولايتي شورا غړي حاجي صالح محمد وايي چې په کندهار کې د بيا رغوونې د چارو ټول قراردادونه دا مهال په کابل کې د اصلي قيمت په پر تله څو برابره په لوړ بيه کېږي . دى وايي بايد تر دې وروسته د کندهار قرادادونه په کندهار کې وشي.

(( موږ ته په بودلک ولسوالۍ کې دېرش برمې وهلې شوې دي چې په ميليونونه ډالر پرې تللي دي ، په کابل کې يوه برخه په يو لک او څلور څلوېښت زره ډالره په ټېکه ورکول شوې ده خو زه يې په لس زره ډالر په هماغه معيار چې دوى جوړه کړې ده جوړولاى شم ))

د کليو د پراختيا وزير زيار الله منصوري د کندهار د قومي مشرانو هغه خبرې بې اساسه وبللې چې ګواکې دوى کندهار هېر کړى دى . دى وايي چې په تېرو کلونو کې په کندهار کې د بيا ر غوونې په زرګونو پروژو باندې یې کار کړى او اوس لا هم په پام کې لري چې په کندهار کې د بيا رغوونې په برخه کې کار وکړي.

(( تر اوسه يو زر او څلوېښت ټولګټې پروژې د څه له پاسه اووسوه اته څلوېښت ميليونه افغانيو په ارزښت بشپړې شوې دي . د څۀ له پاسه اوو سوه څلور اويا ميليونه او شپږ سوه افغانيو په ارزښت کار اوس هم په کندهار کې روان دى ))

په دې سربېره د کرنې او مالدارۍ وزير محمد اصف رحيمي، د ټول ګټو وزير قدوس حميدي، د نشيي توکيو په وړاندې د مبارزې وزير ضرار احمد مقبل او د برېښنا وزرات معين انجينر محمد سميع هم کندهار ته په خپله پاملرنه ټينګار وکړ خو د کندهار قومي مشرانو يې خبرې يوازې د دوى د تېرولو په موخه په وبللې

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي عبدالرحيم ايوبي د کابينې وزيران په قومي او ژبني تضاد تورن کړل او زياته يې کړه چې تل يې کندهاريانو ته په پردۍ سترګه کتلي دي .

ترې دې وړاندې هم ځينو وزيرانو کندهار ته د راتلو پر مهال کندهار ته په خپله پاملرنه او په دغه ولايت کې د زيات کار کوولو سينه ډبولې وه خو د دوى تر تګ وروسته بيا په کندهار کې د دوى له وينا سره چندان کارونه نه دي شوي.
XS
SM
MD
LG