د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیاست د بدلون لپاره نه بلکې د پيسو ګټلو لپاره کېږي




د برتانيې انډيپنډنټ ورځپاڼي د پاکستان د يو شمير چیلنجونو په اړه مقاله لیکلې ده.او انټرنيشنل هيرالډ ټربيون بيا د افغان ولسمشر حامد کرزي لخوا د بشري حقونو د خپلواک کمیسون د چارواکو پر ليري کولو ليکنه کړې ده.

انډيپنډنټ ورځپاڼې په اصل کې مقاله د عمراخان هغې خبرې ته په کتنه سره لیکلې چې په کراچی کې يې کرپشن د خپل انتخابی منشور د برخې جوړلو اعلان کړی وو. خو ليکوال وايی تل دا پوښتنه کېږي چې آخر ولې پاکستان د خپل ګاونډي هيواد هند په شان پر خپلو پښو د دريدلو هڅه کوي.

د ليکوال په وينا د قدرتي وسایلو په لوی مقدار کې شتون، انساني سرمايه او د پياوړه دوستانو له لارې پاکستان ته يو غوره هيواد جوړيدل پکار دي خو دده په وينا دا هيواد چې د چا په لاس کی دی هغه تل په غلا غديو اخته وي.

ليکوال زياتوي سیاستوالان د پيسو ګټلو او د واک په ترلاسه کولو کې بوخت دي او دوی ددې هيواد يو سل اتيا مليونه خلک خپل نه بولي نو دده په وينا نتيجه دا شوه چي خلک د بدلون لپاره نه بلکه د پيسو ګټلو لپاره سیاست کوي.

ليکوال جيمز کان پوښتنه را پورته کوي چې آیا په دوه زره ديارلسم کال کې کیدونکې عام انتخات به څه بدلون رامينځ ته کړي او که نه سياستوالان به هم هغسې د هيواد خوشالی وژني.


بلخوا انټرنيشنل هيرالډ ټربيون د افغان ولسمشر حامد کرزي لخوا د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون د يوه وتلي کارونکې د چوکی څخه د ليری کولو په اړه مقاله لیکلې ده.

ورځپاڼه وايې داسي ښکاري ددې ګام مقصد يوازې تنقيد کوونکې خاموشه کول نه بلکې په پخوا کې د رامينځ ته شوو جرمونو په اړه شته رښتياوي ښخول دي.

خو ليکواله پوښتنه را پورته کوي چې ولې اوس حامد کرزي دا ګام واخست.؟ دی وايی ليري کړل شوی احمد نادر نادري او احمد فهيم حکیم حامد کرزي ته د ازغيو په شان څر خيدل.

دوی دواړو له بشري حقونو څخه د سرغړونو او په انتخاباتو کې د درغليو پر ضد نه ستړيدونکی کمپاین چلولی وو.

په پای کې ليکواله پيټريشيا ګوسمن وايې بايد واشنګټن اوس د دوی پر ځای د داسي کسانو پر ګمارلو ټينګار وکړي چې د بشري حقونو د خونديتوب په برخه کې ښه نومونه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG