د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روغتیايي اسانتیاو کمي ناروغان پیرانو ته اړ کړي


د مشال مرکزي خبري څانګې رپوټ

په داسی حال کې چې پاکستان د روغتیا په برخه کې لږې پیسې لګوي، ځیني کسان بیا په دې هیواد کې په روحاني درملنو یا علاجونو پسې ګرځي او دا ورته د پایښت او ذهني ارامښت یوازنی لارښکاري.

پاکستان چې د تاوتریخوالي، د واک د سیالۍ ، بې وزلۍ او د روغتونونو یا هسپتالونو د نشتوالي په شان سونزو سره لاس او ګریوان دي یو شمیر خلک یې ددغو ستونزو د اواري لپاره په زیارتونو ګرځي.

ځیني خلک داسي انګیري چي بدې ارواګانې د دوی د ستونزو لامل دی او حل یې یوازې له پیرانو سره دې.

که څه هم طالبانو او القاعدې په وار وار مزارونه په نښه کړي چې وروستې بیلګه یې ډیرې غازي خان ښار کې پرمزار باندې د تیرکال ځان مرګی برید وو چې ګڼو خلکو ته یې مرګ ژوبله واړوله .خو دغو بیا هم خلک له زیارتونو ونه ګرځول.

د پاکستان سند صوبه بیا په زیارتونو کې نوم لري.

ددې صوبې د ټټه ښار په یوزیارت کې د سید محمد ریسیار په نوم یو سړي خپل څلرویشت کلن زوی رحیم یار له ۲۰۰۷ کال راهیسې راوړی دی، دا هلک هغه مهال چې خبری یې بندې شوې کمزوری شوی او یاداشت یې له لاسه ورکړي بیا یې پلار دی زیارت ته د درملنې لپاره راوستی دی. دده پلار وايي:
(زموږه نوي په سلو کې ستونزه اواره شوې، او لس فیصده پاتې ده، ځینو ارواګانو دا پریښې دي خو او یوغټ پیرئ لاهم دده په وجود کې دی، خو دا ستونزو به په څو ورځو کې هواره شي.)

دده زوی رحیم یار بیا وايي پیریان یې په سمه مانا په خپل وجود کې کتلي او له ده سره یې دده په شان خبري کړي دي.

هغه کسان چې د بدو ارواګانو د ویستلو خبره کوي ادعا لري چې خداې ج دوی ته د خلکو سره د مرستو کولو توان ورکړی دی په دوی کې ځینې داسې هم وايي چې دوی ان له خلکو سره د مینې یا عشق په پیدا کولو کې هم مرسته کولای شي.

الله الدین ددغو کسانو له ډلې څخه دی چې سپین اوږده کالي او شنه خولۍ په سر لري وايي ، له اتلس ډوله بدو اروګانو سره چې له اوره جوړې شوې وي جګړه کولای شي.

اخوا بیا یو رواني ډاکتر نجیمي چغتي وايي، پاکستان د روغتیا په برخه کې لږې پیسې لګوي، او یوشمیر کسان بیا روحاني درملنو یا علاجونو پسې ګرځي او دا ورته یوازنی لارښکاري.

ځيني ديني عالمان بيا خلکو ته خبرداری ورکوي چې له جناتو او بدو اروګانو څخه ځان خلاصولو لپاره دي پیرانو ته زيات نه ځي.
XS
SM
MD
LG