د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستان پر پوله د امنیتي پوستو نقشه غوښتل شوې


د مهمندو په سلللا کې د هغه پاکستاني پوستې ویډيو تصویر چې د ناټو لخوا برید ورباندې شوی وو.
د مهمندو په سلللا کې د هغه پاکستاني پوستې ویډيو تصویر چې د ناټو لخوا برید ورباندې شوی وو.

رویټرز خبري اژانس لیکي، امریکایي پوځ په افغانستان کې د ګډو ځواکونو مشر جنرل جان ایلن ته ویلي، زر تر زره دې د پاک افغان پولې دواړو غاړو ته د مهمو امنیتي څوکیو او نورو ځایونو مالومات وکړي ، چې د مومندو په رنګ پیښې بیا مخې ته رانشي.

رویترز خبري اژانس لیکي، د امریکا پوځ پاکستان ته ویلي ، چې د افغان پولې ته نږدې دې د خپلو چیک پوسټونو او د نورو ودانیو مالومات دوي ته ورکړي ، چې دا شان د تیرې میاشتې په رنګ پیښې مخې ته رانشې ، چې پکې د پاکستان څلرویشت پوځیان د نیټو په یوه هوایي حمله کې ووژل شول.

د امریکا د سمندري ځواکونو کمانډر جنرل جیمز میتیز د تیر ګل په ورځ په یو بیان کې ویلي ، ددغې حملې وروستو دا خبره ډیره ضروري ده، چې موږ باید په پوله د پاکستان سره همکاري نوره هم سیوا کړو، او په دې لړ کې باید دواړه هیوادونه په یو بل په اعتماد وکړي.

رویټرز لیکي د مومندو ایجنسۍ د پیښې وروستو د پاکستان په قبایلي سیمو ډرون بریدونه هم یو څه حده پورې کم شول، او د دې وجه د دواړو هیوادونو تر مینځ د استخباراتي ادارو د مالوماتو د شریکولو ځنډیدل هم دي .

رویټرز د نیویارک ټایمز لخوا لیکي، چې په قبایلی سیمو د القاعده او نورو اورپکو خلاف د ډرون بریدونو دا د ۲۰۰۸ کال وروستو تر ټولو اوږده دمه وه، چې د نومبر د ۱۶ نیټې وروستو مخې ته راغله .

جنرل میتیز په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو کمانډر جنرل جان ایلن ته ویلي، چې د مومندو د پیښې د بیا نه رامنځ ته کیدو لپاره باید دوی ګامونه پورته کړي، او په دې لړ کې که ممکنه وي ، نو د پاکستاني ځواکونو سره دې هم مالومات شریک کړي.

د مومندو د پیښې چې د تیر نومبر د ۲۵مې او ۲۶مې ترمینځ د شپې رامنځ ته شوې وه، تفصیل یی د امریکا د سینټکام په ویب پاڼه هم خپور شوی، دغې پیښې سره د پاکستان او امریکا د ترهګرۍ خلاف جنګ کې همکاري هم سخته متاثره شوې ده.

امریکایی چارواکي چې د دغې پیښې پلټنې کوي وایی، امریکایي پوځ په دې کې پاتې راغلې وو، چې د پاکستان د پوځ پوره مالومات یې کړي وای، خو په پاکستاني پوځ هم دا تور لګوي ، چې لومړی یې په
دو ی ډزې پیل کړې.

له دغې پیښې وروستو جنرل میتیز په افغانستان کې د ګډو ځواکونو مشر جنرل جان ایلن ته دا هم ویلي ، چې زر تر زره دې د پاک افغان پولې دواړو غاړو ته د مهمو امنیتي تنصیباتو مالومات وکړي، او د دغې ځایونه نقشې دې وساتي، چې د موندو په رنګ پیښې بیا مخې ته رانشي.

اخوا پاکستان د مومندو د پیښې په پلټنو کې برخه نده اخستې او پوځ یی وایي امریکایي پلټنو پوره مالومات ندي ښکاره کړي.
XS
SM
MD
LG