د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا: اسمبلۍ ته د مورنیو ژبو بل وړاندې شو


د صوابۍ د یوه ښوونځي ماشومانې د خپل وران شوي سکول په غولي کې زدکړې کوي.
د صوابۍ د یوه ښوونځي ماشومانې د خپل وران شوي سکول په غولي کې زدکړې کوي.
د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ كې د پښتو او نورو سيمه ايزو ژبو د پرمختګ لپاره يو بل وړاندې کړل شو.

دا بل د صوبې د تعليم وزير سردار حسېن بابک وړاندې کړ.

نوموړي له مشال ريډيو سره په خبرو کې وويل چې د دې بل تر منظورۍ وروسته به په ښوونځيو کې ماشومانو ته لومړۍ زده کړې په مورنۍ ژبه ورکول کيږي.دده په خبر چې مورنۍ ژبې به د لازمي مضمون په توګه ښودل کېږي.

موږ چې به کله د مورنۍ ژبې خبره کوله نو خلکو به ویل چې دوی د پښتو خبره کوي،خو دا یواځې د پښتو خبره نه وه بلکې د ټولو مورنیو ژبو خبره وه.او نن چې اسمبلۍ ته بل وړاندې کړل شو هغه د ژبې نه بلکې د ژبو د منظورۍ بل وو.په دغو کې هندکو،کوهار،چترالي او نورې ټولې مقامي ژبې شاملې دي.

سردار حسېن بابک وايي د اتلسم بل له برکته نن صوبې ته واک و اختیار راغلی چې موږ خپل خلکو ته په مورنۍ ژبه د تعلیم ورکولو جوګه شو.


د دې بل تر منظورۍ وروسته به د خېبر پښتونخوا په سکولونو کې د پښتو او نورو سيمه ايزو ژبو مضمونونه لازمي وګرځول شي.

ددغه بل لاندې به صوبايي حکومت د پښتو په ګډون په پښتونخوا کې د نورو سیمه ییزه ژبو د پرمختګ لپاره په پېښور کې یو لوی مرکز پرانیزي او ددې لپاره به پانګه هم مقرروي.

پښتو لا دوړاندې د خیبر پښتونخوا په ځینو برخو کې ماشومانو ته لوستل کېږي او پښتو کې نصابي کتابونه هم شته خو د نورو ژبو لکه هندکو،کوهستاني او کوهاري ژبو درسي کتابونه لا تیار نه دی. صوبايي وزیر سردارحسین بابک وايي،چې ددغه ژبو د نصابي کتابونو ترتیبولو لپاره یې ژبپوهان او ادبیان پر کار ګمارلي دي او ډېر ژر به یې نصابي کتابونه تیار کړل شي.

په خیبر پښتونخوا کې د ۷۰ فیصده خلکو مورنۍ ژبه پښتو ده خو هندکو،کوهاري کوهستاني هم په دغه صوبه کې ویونکي لري.
XS
SM
MD
LG