د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تخار ځانمرګی برید او له طالبانو سره د سولې خبرې


رايټر خبري اژانس په خپله يو مقاله کې ليکې چې افغان حکومت له طالبانو سره د خبرو اترو په اړه څه شرطونه ايښي دي.

اژانس د افغانستان د سولې عالي شورا د يوه هغه لیکل شوي لیک په حواله وايي چې په کابل کې د بهرنيو هيوادونو سفارتونو ته ليږل شوی دی.

په لیک کې ویل شوي دي چې له وسله والو طالبانو سره به هله د سولې د خبرو اترو لړي پيلېږي چې دوی د عام ولس په ضد روان تشدد پای ته ورسوي، له القاعده شبکې سره خپل اړيکې وشلوي او د افغانستان آيين ومني چې د افغان ولس او د ښځو د حقونو او د آزادۍ ضمانت ورکوي .

رايټر خبري اژانس د يو ناپيژندل شوي افغان حکومتي چارواکې په حواله ليکې ، افغان حکومت غواړي چې که د وسله والو طالبانو لپاره سياسي دفتر په سعودي عربستان يا په ترکې کې پرانستل شي نو ښه به وی خو دغه چارواکې دا هم وايي چې که دغه دفتر د عربي هيواد قطر په مرکز دوحه کې جوړ شي نو هم ددوی څه اعتراض نشته خو بايد دغه دفتر صرف او صرف د سياسي خبرو اترو لپاره وکارول شي نه دا چې دغه دفتر د افغان حکومت د واک لپاره يو ګواښ وګرځي.

مقاله مخکې زياتوي څنګه څنګه چې غربي هيوادونه د افغانستان نه تر ۲۰۱۴ کال پورې خپل پو ځونه د ويستو لپاره تياروي او د کرزي د ادارې او امريکا تر مينځ د طالبانو سره د خبرو اترو په سر فشار هم زياتيږي ، نو دغو خبرو په افغانستان کې سياسي جوړ جاړي لپاره فْضا له يو شمير ننګونه سره مخامخ کړېده.

رايټر ليکې چې په يو بل هيواد کې د طالبانو لپاره د سیاسي دفتر پرانستلو ته څيړونکې پدې نظر ګوري دا ځکه چې د طالبانو او د دوی د پخواني ملاتړي پاکستان ترمينځ فاصله وساتلای شي.

بلخوا امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز خپله يوه مقاله د اتوار په ورځ د افغانستان په تخار ولايت کې په يوه جنازه کې ترسره شوي دیو ځانمرګي بريد په اړه ليکلې ده.

پدې بريد کې د نورو خلکو تر څنګ د افغان پارليمان يو غړی عبدالمطلب بېګ هم ووژل شوی وو.

ورځپاڼه ليکې چې عبدالمطلب هغه کمانډر وو چې ددې له وجې مشهور وو چې د ۱۹۹۰ لسيزي په خانه جنګي کې د طالبانو په ضد د جنګيالو مشري يې کړې وه.

ورځپاڼه زياتوي چې تر دا مها له طالبانو او نه بلې کومې وسله والې ډلې ددې بريد پړه پر غاړه اخستي ده خو شک هم په طالبانو کېږي او دا ځکه چې طالبان تل هغه خلک په نښه کوي چې افغان حکومت ته نزدې وي یا حکومتي چارواکې وي.

که چري ددې بريد تر شا د طالبانو لاس وي نو دا به په روان کال کې په تخار ولايت کې د طالبانو لخوا دويم لوی ځان مرګی بريد وي.

ورځپاڼه ليکي چې په تخار ولايت کی يوازې د طالبانو ډله خپل فعاليتونه نه لري بلکه دا هم ويل کېږي چی په دغه ولايت کې هغه ډلې هم شته چې حقاني شبکې سره اړيکی لري.او د ګلبدين حکمتيار ډله حزب اسلامي هم په تخار کې شتون لري.له دغو ډلو سره سره د ازبکستان د اسلامي غورځنګ ترهګر هم په تخار ولايت کې فعاليتونه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG