د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس : مخالفو ګوندونو پر عدالت نیوکې کړې


د کیڼ لاسي غورځنګ مشر سرګی اودالتسوف د مظاهرې پر مهال د پولیس لخوا نیول کېږي.سپټمبر۲۳مه ۲۰۱۱م کال
د کیڼ لاسي غورځنګ مشر سرګی اودالتسوف د مظاهرې پر مهال د پولیس لخوا نیول کېږي.سپټمبر۲۳مه ۲۰۱۱م کال
د روس د اپوزشن ګوندونو د دې هیواد د یوه عدالت هغه پرېکړه شرمناکه بللې چې له مخې یې د اپوزېشن د یو فعاله بندي مشر د بند موده لس ورځې نوره اوږده کړېده.

ټاکل شوې وه چې د کیڼ لاسي غورځنګ مشر سرګی اودالتسوف به د یکشنبې په ورځ له پنځلس ورځني بند تېرولو وروسته خوشی کېدی.

نوموړی د هغه لاریون پر مهال نیول شوی وو چې د ادعاوو له مخې د ډسمبر پر څلورمه نېټه د دې هیواد په پارلماني ټاکنو کې په پراخه کچه درغلي شوې وه. عدالت وايي چې دا سزا یې پر دې ورکړېده چې د اکتوبر پر څلرویشتمه نېټه یې د احتجاج پر وخت له پولیس سره مزاحمت کړی وو.

سرګي اودالتوف په زندان کې خواړه هم بند کړي وو او نهوره یې نیولې وه. یو کس د هغه د حالت په اړه وايي، هغه سخت ناروغه دی ، هغه خواړه هم نه دي کړي او نه هم د څښلو لپاره څه لري. له هغه وروسته چې ده په روغتون کې ناشته وکړه دوی نه څه خوراک ورکړی دی او نه اوبه. تاسو اندازه وکړی چې پر هغه به په ناروغۍ کې څه تېریږي چې په توله ورځ یې د خوړلو لپاره هیڅ نه درلودل. ډاکترانو هم وايي د هغه روغتیايي حالت ښه نه دی.



دا له هغه یوه ورځ وروسته ده چې په روس کې په لسګونه زره کسان کوڅو ته راووتل او د دې هیواد پر وزیراعظم ولادمیر پیوټن یې ږغ وکړ چې استفی ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG