د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وزیراعظم ګیلاني کلکې خبرې


د پاکستان وزیراعظم سید یوسف رضا ګیلاني
د پاکستان وزیراعظم سید یوسف رضا ګیلاني
د پاکستان د انګريزي ژبې ورځپاڼې دي نيشن په يوه مقاله کې راغلي دي په اخره کې د پاکستان وزيرعظم يوسف ګېلاني هغه چاته ګوته ونيوله چې د هغه په خبره د جمهوريت ضد سازشونه کوي. وزير عظم وروستۍ اونۍ په خپله وينا کې د رياست دننه د رياست چلولو لپاره د دغه هېواد امنيتي اسټېبلېشمنټ په نښه کړو. يوسف رضا ګېلاني په پارليماني برلاسي توب زور راوړو.

په مقاله کې راغلي دا په داسې حال ده چې د نومبر په شپږويشتمه نېټه په مومندو ايجنسۍ کې د شوي ناټو هوايې بريد په اړه د امريکا تحقيقاتي رپورټ پاکستان رد کړو ، مقاله لېکونکې يوه پوښتنه راپورته کوي چې ايا د پاکستان حکومت او پوځ ترمنځ د ترنګلتيا د پاکستان او امريکا ترمنځه اړيکو سره کوم تعلق شته او که نه؟

همداراز د مېمو يا لیک رسوايي ( سکېنډل) کيس چې دا وخت په سپريم کورټ کې دې په دې باندې د حکومت او پوځ ترمنځ اختلاف دي چې له وجې يې د پاکستان وزيرعظم د پوځي مشرتابه پرضد بيانونه ورکوي خو پوښتنه دا ده چې ايا دا اختلاف به نور هم زياتيږي او که نه؟


په مقاله کې وړاندې راغلي دي پاکستان پوځ د امريکې لخوا په مومندو ايجنسۍ پيښه کې له وژ ل شوو پوځيانو کورنو سره د مالي مرستو وړانديز رد کړې دي، همداراز پوځ د امريکا سره د اړيکو بيا کتنه کوي او غواړي چې خپله بهرنۍ پالیسي نوې کړي.

بلخوا د پاکستان حکومت غواړي چې امريکا سره اړيکې بحال شي د مقاله ليکونکي په خبره حکومتي چارواکې دا هم خبرې کوي که چرې امريکا په مومندو ايجنسۍ کې د ناټو په هوايې بريد بخښنه وغواړي نو دوی په افغانستان کې ميشت ناټو ځواکونو ته د سامان وړلو لپاره لارې بيا پرانستلای شي.

بل خوا د ايوروايشياريويو ډا ټ کام ويب پاڼې (eurasiareview.com) په يوه مقاله کې راغلي چې د پاکستان په سپريم کورټ کې امريکا ته د ليږل شوي خط چې پکې د پاکستاني پوځ د واکونو د کمولو غوښتنه شوې وه، په اړه په روان کيس کې پوځ هم خپل وضاحتونه داخل کړي دي. په ليکنه کې راغلي چې د منصور اعجاز په نامه يو پاکستاني نيژاده امريکايي تور لګلولی وو چې دغه ليک په امريکا کې د پاکستان سفير حسين حقاني د ولسمشر آصف علی زرداري په خوښه ليکلی وو خو حقاني دا تورونه په کلکه رد کړي دي.

په مقاله کې ليکل شوي چې د پاکستان د دفاعي چارو سيکريټري ليفټينينټ جنرل نعيم خالد په خپل وضاحت کې ويلي چې د پاکستان پوځ او جاسوسي اداره (آی، ایس، آی) د دفاع وزارت تر عملي کنټرول لاندې نه راځي. ليکوال وايي چې د دغه وضاحت مطلب دا دی چې د پوځ او آی ، ایس، آی مشران کولای شي په خپله خوښه دريځ خپل کړي. په مقاله کې راغلي چې همدا وجه وه چې د پاکستان وزيراعظم یوسف رضا ګيلاني محبوره شوه په ښکاره د پوځ خپلواکي رد کړه او ویې ويل چې په حکومت کې حکومت نه شي زغملای او پوځ د حکومت تر لاس لاندې يوه اداره ده.

د دې مقالې ليکوال وايي چې د پاکستان پوځ به د خپل حیثيت د بيرته رغولو لپاره کودتا ونه کړي خو مذهبي او خپل هم خياله سياسي ډلې به قوي کړي. د دې ترڅنګ به دوی د هند خلاف خپلو فعاليتونه زيات او بيانونه ډير کړي چې د پاکستانيانو په منځ کې د خپل حیثيت د ښه کولو په ترڅ کې دا وښښي چې له ولسي حکومت څخه پوځ بهتره دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG