د لاسرسي ځای

تازه خبر

"کرسمس د امن او ورورولۍ پېغام دی"


نن په توله نړۍ کې د کرسمس ورځ لمانځل کېږي
نن په توله نړۍ کې د کرسمس ورځ لمانځل کېږي

نیازموساخېل،کوټه

نن په ټوله نړۍ کې د کرسمس مراسم لمانځل کيږي.د کرسمس باقاعده شروعات هغه وخت وشو،کله چې تېره شپه د پېښور پر وخت نږدې ۲نیمي بجې د عیساویانو په مذهبي مقام ویټيکان کې په دعاګانو سره کرسمس پېل شو.

عیسویان کرسمس د حضرت عیسي (ع ) د زوکړې په خوشحالۍ کې لمانځي اونن د نړۍ له نورو هېوادو سره سره په پاکستان کې هم عیسویان په پوره مذهبي جوش او جذبې سره د کرسمس خوشحالي له یو بل سره شریکوي.له اسلام آباد،پېښور،لاهور او کراچۍ سره سره په کوټه کې هم نن عیسویان په عقیدت سره کرسمس لمانځي.

عیسویان وايي ،کرسمس یوازې د حضرت عیسی ( ع ) د زوکړې نوم نه،بلکه نړۍ ته د نویو هیلو او اُمېدونو پېغام هم دۍ.

د کېتولیک عیسویانو مشر پوپ بېنیډېکټ
د کېتولیک عیسویانو مشر پوپ بېنیډېکټ
د کوسوو په یوه کلیسا کې د کرسمس مراسم لمانځل کېږي
د کوسوو په یوه کلیسا کې د کرسمس مراسم لمانځل کېږي
هغوی وايي ،د مسلمانانو د اختر په شان،دوی هم کرسمس په بېلابېلو طریقو لمانځي.یو عیسوي وګړي عمران جان له مشال ریډيو سره په خبرو کې وويل :٫٫موږ نن ډېرې خوشحالۍ کوو.نوې نوې جامې اغوندو.خپله یې اغوندو.خپلو خوندو،وروڼو،عزیزانو او دوستانو ته یې ور اخلو.دغه رنګه نن ورځ موږ دوستان سره یو ځای شو او یو ښکلۍ تفریحي مقام ته ولاړ شو او هلته د کرسمس په خوشحالۍ کي یو څه سات تېرۍ یا پکنیک وکو.٬٬

عمران جان وایي،په دوی کې چې هر څوک یو له بله ناراضه وي یا د چا یو له بله کرکه وي،نو نن هغه ورځ وي چې موږ پخپله خپل ملګري یا عزیز ته ورځو او هغه پخلا کوو او دغه رنګه خپل ټول نفرتونه او کرکې په مځکه کې ښخوو.

عیسویان وایي،دوی د نورو مذهب منونکو سره هم د کرسمس خوشحالۍ شریکوي.دوی وایي،په خاصه توګه پښتنې ټولنه او پښتانه خلک په دغه لړ کې دوی ته بېخې زیات عزت ورکوي او د دوی مذهبي تهوارو مخته یو ټولنیز یا مذهبي خنډ نه را مخته کوي.

یو عیسوي وګړۍ،چې د سانټا کلاز کردار یې کاوه،ووېل ٫٫مقصد مې دا دۍ چې په خلکو کي له انسانانو او انسانیت سره د مینې او مرستي جذبات را وپاروم،لکه کوم چې سانټاکلاز غوښتل او کول یې.٬٬

یاده دي وي،سانټاکلاز د عیساویانو هغه مذهبي کردار او شخصیت دی ، چې غوټه په ښا د غریبانو او بې وزله کسانو سره به یې مرسته کوله .بېلابېل سوغاتونه به یې وېشل او دغه شان کرسمس به یې د خلکو په مرستو سره لمانځۍ.د یو عیسوي وګړي په وېنا،سانټا کلاز د حضرت عیسی (ع) د زوکړې په وخت بېخې خوشحالۍ کړې وې او له غریبو خلکو سره یې مرستې کړې وې.

عیساویان وایي،د نن سبا د بې امنۍ او ترهګرۍ په حالاتو کې کرسمس انسانانو ته د امن،ورورولۍ او یو والې درس ورکوي.یو عیسوي وګړي جاني په دغه اړه زیاته کړه ٫٫ تر ټولو لوی مذهب انسانیت دی.تر ټولو لوی عبادت د انسان خدمت دی.که دغه جذبات او احساسات په موږ کي راشي،نو بیا به سیمه یقینًا له بدو حالاتو را ووزي.٬٬

په سیمه کې د هر مذهب منونکی دا فکر کوي چې که نن په نړۍ کې د کرسمس د امن او سولې پر پېغام عمل وشي او دغه پېغام یو تګ لاره جوړه شي،نو لیري به نه وي،چې هرې خوا ته د امن،خوشحالۍ،سکون او ورورولۍ بادونه و چلېږي.
XS
SM
MD
LG