د لاسرسي ځای

فرهاد شینواری مشال ریډیو خیبر ایجنسی

د خیبر پولیټیکل چارواکو په وینا تیره شپه نا څرګنده وسلوالو د خیبر ایجنسۍ په لنډي کوتل خوګا خیلو سیمه کې د باچا خان ایجوکیشن فاونډېشن سکول په بارودي توکیو الوزولی دی.

د دوی په وینا چا ته پکې څه ځاني زیان نه دی رسېدلی دی،خو د سکول وداني راپرېوتې ده،او ورسره لګیدلی یو کور او حجره هم زیانمنه شوېده.

د باچاخان سکول چارواکي وايي په چاودنه کې د ښوونځي اوه کوټې، دپرنسپل دفتر او د کلتوری هلو ځلو یوه کوټه او د شکول سامانونه په مکمله توګه تباه شوي دي.

د وران شوي سکول سره جوخت یو اوسیدونکۍ محمد ا ګل مشال ریډیو ته وویل چې(( بیګا د شپې ډیرې زورورې چاودنې وشوي او چې وه مو کتل نو د سکول ودانی راپرېوتې وه،او د خوا وشا ډیرو کورونو د کوټو ښیښې هم ماتې شوې وې))

په دي اړه د لنډيکوتل پولیټیکل تحصیلدار عبدالنبی وویل چې(( دوی یې پلټنې پیل کړيدي،او ټوله سیمه کې مو د لټون عملیات هم پیل کړیدي))

د باچا خان ایجوکیشن فاونډیشن په دي سکول کې کار کونکي کسان وايي چې دغه سکول له دې نه مخکې هم په نخښه شوی وو،د دوی په خبره په دې سکول کې خوا وشا دوه نیم سوه ځايي ذده کونکو ته ویړیا او معیاری تعلیم ورکول کېدۍ.

یاده دې وي چې په خیبر ایجنسۍ کې د سرکاری سکولونو په بمونو د الوزولو لړۍ دوام لري،او د خیبر ایجنسۍ د تعلیم د چارواکو په وینا تر اوسه پورې په دې سیمه کې خوا وشا په اته اویا سرکاري سکولونو کې بمي چاودنې شوېدي،چې پینځه پنځوست پکې په مکمله توګه تباه شوي دي،خو څه پکې د بیا جوړیدو جوګه دي.
XS
SM
MD
LG