د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تخار کې ځانمرګي برید ۲۰ تنه وژلي ۴۰ ژوبل


په وژل شوو کې د ولسې جرګې غړي او پخواني جهادي قومندان مطلب بیګ هم شامل دی.
په وژل شوو کې د ولسې جرګې غړي او پخواني جهادي قومندان مطلب بیګ هم شامل دی.
په تخار کې سیمه ایز چارواکي وایي، چې د دې ولایت په مرکز تالقان کې له غرمې وروسته په یوه چاودنه کې۲۰ تنه وژل شوي او تر ٤٠ زيات نور ټپيان دي.

د تخار یوه امنیتي چارواکي مشال راډیو ته وویل، چې په وژل شوو کې د ولسې جرګې غړي او پخواني جهادي قومندان مطلب بیګ هم شامل دی.

دا چاودنې د تالقان په ښار کې د یوې جنازې پر مهال شوېده.

په عین حال کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي او ولسي جرګې دغه پیښه غندلې او د پېښې د قربانيانو له کورنيو سره يې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د جمهوري رياست د اعلاميې پر اساس، ولسمشر کرزي د جنازې پر مراسمو دغه حمله غندلې او ويلي يې دي، دې حملې د تروريستانو ماهيت څرګند کړ.

په کابل کې د امريکا سفارت بيا د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي څرګنده کړې او ويلي يې دي امريکا به د سولې او نېکمرغۍ د پراختيا لپاره د افغانانو تر څنګ ولاړه وي.

د دې پیښې مسوولیت لا تر اوسه کوم کومې ډلې نه دی منلی. اټکل کېږي چې ښايي د تلفاتو شمېر نور هم زيات شي. تر دې مخکې د ۲۰ کسانو د وژل کېدو او شا و خوا ۴۰ نورو د ټپي کېدو خبرونه ورکړل شوي وو.

بلخوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چي د هیواد په بيلا بيلو برخو کې امنيتي ځواکونو په یو لړ نښتو کې یې ۳۰ تنه مشکوکه یاغیان وژلي دي.

د وزارت ویاند وايي په تېرو ۲۴ ګنټو کې د افغانستان په لروبر کې پوځ ،پولیس او د ناټو سرتېرو ټول یولس عملیات ترسره کړي دي.او وايي چې د وژلو ترڅنګ وسلوال نیول شوي هم دي.او له وسلوالو یاغیانو په ګڼ شمېر کې وسله هم ترلاسه شوېده.

ددې ترڅنګ ناټو وايي چې د هلمند ولايت په نهرې سراج ولسوالۍ کې د د دوی يو هيلي کاپټر هغه وخت بيړنۍ ناسته وکړه چې کله ورباندې د سپکو سولو ډزې وشوې خو وايي چې هیڅ مرګ ژوبله نه ده رامينځته شوې.
XS
SM
MD
LG