د لاسرسي ځای

تازه خبر

هره اداره باید د پارلمان درناوي وکړي.ګیلاني


د پاکستان وزیراعظم سید یوسف رضا ګیلاني
د پاکستان وزیراعظم سید یوسف رضا ګیلاني
بشير ګواښ- پراګ

د پاکستان وزيراعظم يو ځل بيا ويلي چې پارليمنټ تر ټوله لويه اداره ده او هره ادراه يې بايد احترام وکړي. هغه وويل چې که څه هم په ملک کې سياسي هلې ځلې زياتې شوي خو د دوی حکومت ډير ښه کارونه کړي او خپله دوره به پوره کوي.

وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني وايي چې حکومت يې د پوځ په شمول د ټولو ادارو احترام کوي خو پارليمنټ تر ټولو لوړه اداره ده. هغه په کراچۍ کې خبريالانو سره په خبرو کې وويل:

موږ د ټولو ادارو احترام کوو. موږ د عدلیه درناوی کوو. موږ د هغوی لپاره جدوجهد هم کړی. همداراز موږ د پوځ هم احترام کوو خو پارليمنټ تر ټولو لوړه اداره ده. نو موږ ټولو ادارو ته درناوی لرو خو دا هم غواړم درته ووايم چې يو آيين شته .ټولې ادارې به په دې سوچ کې او د ۱۹۷۳ کال د آيين په دايره کې په خپله خپله برخه کې کار کوي. موږ به د دې ادارو ملاتړ کوو.

بل خوا ته په پاکستان کې په دې وروستيوو کې سياسي هلې ځلې زياتې شوي او زياتره ګوندونه جلسې کوي. سياسي منډې ترړې له هغه پس ډيرې شوي چې د ميموګيټ په نامه کشاله مخې ته راغله. يو پاکستاني نيژاده امريکايي په امريکا کې د پاکستان پر سفير حسين حقاني تور لګولی وو چې د پاکستاني ولسمشر په خوښه يې له امريکا څخه په يوه ليک کې د پاکستاني پوځ د واکونو د کمولو غوښتنه کړي وه. حسين حقاني دا تورونه رد کړل، له دندې يې استفا ورکړي او اوس يې په سپريم کورټ کې په دې اړه کيس روان دی.

د سياسي هلو ځلو د زياتيدلو د لامل په اړه د سياسي چارو څيړونکی، ايمل خټک وايي:

((له ميمو ګيټ رسوايي یا سکينډل وروسته چې کوم سياسی بحران رامنځته شوی دی نو له هغې وروسته د سياسي ګوندونو دا يقين پيدا شوی چې کيدای شي ډير زر انتخابات وشي او بله خوا چې د سياسي تبديليوو کومې افواه ګانې چې مخې ته راځي، دا سياسي ګوندونو د خپلو هلو ځلو زياتولو ته مجبوروي.))

د سياسي منډو ترړو په لړ کې د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان ډيرې جلسې کوي. ايمل خټک وايي که عمران خان په راتلونکو انتخاباتو کې بريالی هم شي، کومه تبديلي به رانه ولي.

((په عوامي سطحه له عمران خان څخه د خلکو اميد شته خو هغه هيڅ داسې کوم پروګرام، کومه پاليسي او سوچ نه لري چې د تبديلۍ د راوستلو لپاره ضروري وي او نه هم. عمران خان د حکومت د چلولو صلاحيت لري. د نوموړي سره چې کوم ټيم دی او کوم خلک چې ورسره دي، هغوی همغه زاړه خلک دي. دوی ازمویل شوي کسان دي. خلک د دوی په اړه تحفظات لري ځکه چې دا همغه خلک دي چې له وجې يې دا سیسټم دې حال ته رارسيدلی دی.))

د پاکستان وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني وايي چې د پاکستان په تاريخ کې تر ټولو اوږد حکومت د دوی د پيپلز ګوند دی او د کابينې ۸۰ فيصده پريکړې يې عملي کړي دي خو زياتوي که خلکو ورته رايې ورنه کړي نو د هغوی فيصله به په ورين تندي ومني.

راتلونکې خلک به وعدې کوي. موږ خو دا وخت په حکومت کې يو. که موږ کار وکړ نو له انتخاباتو به مخکې نتيجې راشي. که موږ کار کړی وي نو انتخاباتو ته به ځو او خلکو ته به خپل کارونه ښايو. که خلکو موږ قبول کړو نو خوشاله به شو او که رد يې کړو نه موږ به د خلکو د اکثريت او خوښې احترام کوو او سر به ورته ټيټوو.

یوسف رضا ګيلاني وايي چې يقين لري د دوی حکومت به خپل وخت پوره کړي.
XS
SM
MD
LG