د لاسرسي ځای

ورځپاڼه وال سټریټ ژورنال د خپلې مقالې په پیل کې لیکي چې د پاکستان وزیراعظم د پنجشمبې په ورځ وویل چې داسې یو سازش وو چې د دوی حکومت دي ړنګ کړي.

ورځپاڼه لیکي ، یوسف رضا ګېلاني په غیرعادي توګه په ډېر سخت انداز کې د پاکستان طاقتور پوځ ته وویل چې هغوی د ولس له لوري د ټاکل شوو سیاستوالو تر لاس لاندې دي.

د سازش په اړه د وزیراعظم یوسف رضا ګېلاني دا څرګندونې د هغو هڅو په اړه دي چې د میموګېټ په نامه د ستونزې له لارې د دوی حکومت رانسکور کړي.

ویل کیږي چې دا لانجمن لیک د مې په میاشت کې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته د ولسمشر باراک اوباما ادارې ته د دې لپاره لېږل شوی وو چې په پاکستان کې د ممکنه کودتا د مخنیوي په لړ کې ورسره مرسته وکړي.

د ورځپاڼې په لیکنه ، د پاکستان حکومت په دې نالاس لیک شوي لیک کې له لاس لرلو انکار کوي او وايي چې دا دومره لویه مسله نه ده.

د پاکستان پپلز ګوند مشران وايي چې د دوی په فکر پوځ به دومره ونه کړي چې د کودتا له لارې حکومت نسکور کړي. خو د هغوی په وینا د پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیانې چې ویل کیږي ولسمشر اصف علي زرداري یې خوښ نه دی ، د پردې ترشا هڅه کوي چې د لانجمن لیک له لارې د حکومت په وړاندې خنډونه رامنځ ته کړي.

یوسف رضا ګېلاني په ډاګه کړه چې پوځ ته د ولس له ټیکسونو پیسې ورکول کیږي او دوی به خامخا حکومت ته ځواب ورکوي.

د ورځپاڼې په لیکنه ، هغه په لومړي ځل داسې ویلي او دا د اوسنیو ستونزو په وړاندې په پاکستان پپلز ګوند کې د نوې رامنځ ته شوې زړرورتیا څرګندونه کوي.

وال سټریټ ژورنال د پپلز ګوند د حکومت د یوه لوړپوړي چارواکي له خولې لیکي چې نه پپلز ګوند او نه هم حکومت غواړي چې له پوځ سره په ټکر کې شي.

هغه زیاتوي چې موږ فکر کوو چې داسې یوه روښتونی ولس واکي یا جمهوریت ترلاسه کړل شي چیري چې هرې ادارې ته خپلې پولې مالومي وي او په هغوی کې دننه کار وکړي.

بل پلو د امریکا د دفاع د وزارت پر ویب پاڼه خپره شوې لیکنه په افغانستان کې د امریکا او نړیوالو ځواکونو د مشر جنرال جان اېلن له خولې لیکي چې دی هیله لري چې په راتلونکي کال کې به د افغانستان په شمال ، جنوب او لویدیځ کې ټولې لاس ته راوړنې سره را غونډې کړي.

جنرال جان اېلن ویلي چې د یاغیتوب د مخنیوي لپاره دېر ښه عملیات روان دي او د ده به خبره مخه یې دا ده چې د امنیت دایره د کابل تر ختیځه وغزوي.

لیکنه پرمخ لیکي چې د یوسل دوه اویایم بریګېډ کومندان ، کرنل ایډورډ بوهنیمن هغه اصرار منلی دی کوم چې د هغه ځواکونه په لرې خو په سټرېټېجیکه توګه مهم ولایت پکتیکا کې ګماري.

د کرنل ایډورډ بوهنیمن ځواکونه د پکتیکا په داسې سیمه کې ګمارل شوي چې مرکز یې د پاکستان له پولې یوازې دېرش میله لرې دی.

کرنل ایډورډ بوهنیمن ویلي چې د افغان ځواکونو مخ پر وده وړتیا ته په کتلو سره ، په پکتیکا د اورپکو داسې قوت نشته چې هلته د افغانستان پر ځواکونو برلاسي شي.

د کرنل بوهنیمن په وینا افغان ځواکونه په پکتیکا ولایت کې واکمن دي او هغوی په هره ورځ لا پرمختګ کوي.

کرنل بوهنیمن زیاته کړېده چې د ده پام پر دې دی چې ایا افغان ځواکونه په سټرېټېجکه توګه د دې جوګه دي او که نه چې په ولایت کې امنیت پر ځای وساتي. د هغه په خبره د ده هدف دا دی چې افغان ځواکونه د راتلونکي لپاره چمتو کړي.
XS
SM
MD
LG