د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځي ایسټیبلېشمنټ مذهبي ډلې کاروي


د مذهبي ګوندونو غړي د مظاهرې پر مهال. دوی د مظاهرې پر مهال وسلې هم استعمالې کړې دي. دا مظاهره د ۲۰۱۱ز کال د مې په شپږمه په کراچۍ کې شوې وه
د مذهبي ګوندونو غړي د مظاهرې پر مهال. دوی د مظاهرې پر مهال وسلې هم استعمالې کړې دي. دا مظاهره د ۲۰۱۱ز کال د مې په شپږمه په کراچۍ کې شوې وه
ژباړه: بشیر ګواښ، مشال راډیو

لیکواله: فرحت تاج

سرچینه: ډېلې ټایمز


په ډيلي ټايمز ورځپاڼه کې فرحت تاج ليکي چې د ډیسمبر د مياشتې پر اتلسمه نېټه سخت دريځه ګوندونو چې د پاکستان د پوځي ایسټبليشمينټ سره د اړيکو د درلودلو لپاره پيژندل کيږي، د دفاع پاکستان په نامه يو کنفرانس وکړ.

دوی د مسلمانانو لپاره جهاد يو ضروري کار وباله او د امريکا، ناټو او هندوستان خلاف يې د تشدده له ډک جهاد ګواښ وکړ.

د پاکستان د پوځ يو پخواني جنرال، حميد ګل په دې غونډه کې وويل چې د پاکستان د مسلو حل د ډيموکراسۍ پر ځای په اسلامي انقلاب نغښتی دی.

فرحت تاج ليکلي چې د دفاع پاکستان جلسه د پوځ يو سياسي چال وو چې د پاکستان په کمروزي ولسي حکومت نور فشار واچول شي.

د ليکوالې په وينا ښې لاسي ګوندونه په پاکستان کې په هرځای کې جلوسونو راويستلی شي خو که د عوامي نيشنل ګوند يا پيپلز پارټۍ په شان ډلو جلوس راوويست نو کيدای شي چې پر دوی د ځينو هغه کسانو له خوا ترهګر بريدونه وشي چې په دفاع پاکستان کنفرنس کې شريک وو.

ليکواله زياتوي چې دا د ایسټبليشمينټ چل دی چې په دې توګه ښي لاسه ګوندونو ته د پاکستان په سياست کې ډير وخت او برخه ورکړل شي.

د ډيلي ټايمز ورځپاڼې په دې مقاله کې راغلي چې ایسټبليشمينټ له خوا د جمهوريت خوښو ډلو خلاف د ښي لاسو د استعمالولو په طريقو کې پرمختګ شوی.

د مقالې ليکوالي فرحت تاج ويلي چې اوس د پاکستان ایسټبليشمينټ ږيره لرونکي او بې ږيرې ښې لاسي کاروي. هغې د بې ږيرې سخت دريځه په توګه د عمران خان مثال ورکړی.

د ليکوالې په وينا د دفاع پاکستان جلسه د بې ږيرو او ږيره لرونکو سخت دريځو يوه مجموعه وه. دوی دواړو کې يوه خبره شريکه ده او هغه دا چې دواړه د پاکستان دننه او بهر کې د ایسټبلیشمینټ له خوا د مذهبي عناصرو پر استعمالولو خوښ دي.

په مقاله کې راغلي چې د پاکستان رسنۍ او ښي لاسي سياست وال حکومت په خرابې حکومت دارۍ تورنوي او پر خلاف يې د خلکو غصه راپاروي خو ليکواله پوښتنه کوي چې په داسې حال کې چې حکومت په داخلي او بهرنۍ پاليسي هيڅ يا ډير لږ کنټرول لري نو څنګه ښه حکومت داري يقيني کړي؟

فرحت تاج ليکي چې د پاکستان وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني په دې وروستيوو کې پر پوځ د پارليمنټ د برلاسۍ خبره کړي او په پاکستان کې يې د اسامه بن لادن د څو کلنې هستوګنې په اړه پر پوځي جنرالانو پوښتنې راپورته کړي. ليکواله وايي د پاکستان پيپلز ګوند بايد په ۲۰۰۸ کال کې حکومت کې له راتللو سمدستي وروسته دغسي دريځ خپل کړی وی.

هغه زياتوي چې هغه مهال قبايلي سيمې او بلوچستان د ریاستي ترهګرۍ ښکار وو او لا تروسه د خپلو خلکو په وينو کې لمبيږي.

فرحت تاج د ډيلي ټايمز ورځپاڼې په دې مقاله کې وړاندې ليکلي چې که څه هم د پاکستاني وزيراعظم له خوا د پوځ په اړه دا خبرې ډيره ناوخته وشوي خو پر ځای کار دی او اوس بايد حکومت د خپلو واکونو په ښکاره کولو سره وښئ چې په پاکستان کې ولسي مشران حکومت کوي.
XS
SM
MD
LG