د لاسرسي ځای

په بنو کې ځانمرګی برید، ۴ سر تېري وژل شوي


تر پېښې وروسته امنیتي سرتېرو سیمه په خپله ولکه کې واخیسته

تر پېښې وروسته امنیتي سرتېرو سیمه په خپله ولکه کې واخیسته

عمر دراز وزیر، مشال راډیو

بنو
- چارواکي وايي، د خیبر پښتونخوا د بنو په ښار کې د ځانمرګي برید پر مهال څلور سر تېري وژل شوي او ۱۸ ټپي شوي دي.

تر دې مخکې د ۱۰ سر تېرو د وژنې خبر ورکړل شوی وو.

د چارواکو په وینا، د شنبې (د ډیسمبر ۲۴مه) پر سهار وختي یوه ځانمرګي برید کوونکي خپل موټر د کورمې د سیند پر غاړه د نیمه پوځي ځواک فرنټیير کانسټیبلري له کلا سره وجنګاوه.

یوه عیني شاهد مشال راډیو ته وویل، سهار په شل کم شپږ بجې یې چاودنه واورېده. او ګرد او لوګی خپور شو.

د بنو پولیس مشر ګل سعید خان اپریدي مشال راډیو ته وویل، پېښه سهار د پینځه نیمو بجو شا و خوا شوې ده.

دی وايي، له نومونو سره د ۴ سر تېرو د وژنې او ۱۸ هغو د ژوبلېدو پخلی کوي.

د بنو د پولیسو د ځانګړې څانګې (سپېشل برانچ) یوه افسر مجیب الرحمان وايي، د برید له کبله د کلا شا و خوا ودانیو ته هم زیان رسېدلی دی او یو هوټل هم نړېدلی دی.

د طالبانو ویاند احسان الله احسان مشال راډیو ته له نا مالومه ځای ټیلي فون کړی دی او د پېښې پړه یې منلې ده.
XS
SM
MD
LG