د ملګرو ملتونو امنیتي شورا د جمعې په ورځ (د ډیسمبر ۲۳مه) د سوریا (شام) په پلازمېنه دمشق کې د شوې چاودنې پر غندلو سلا شوې ده.
په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۴۴ کسان وژل شوي، او یو شمېر ژوبل شوي ول.
امنیتي شورا په یوه بیان کې د چاودنې له قربانیانو، د هغو له کورنیو، او د شام له خلکو سره پر پېښې د خپګان څرګندونه کړې ده خو له سوریايي حکومت سره یې خوا خوږي نه ده ښودلې.
له تېرو نهه میاشتو راهیسې غربي هیوادونه پر شام د مخالفو ګوندونو پر ضد د کار روایانو تور پورې کوي.
مخالفینو د چاودنې په اړه د حکومت پر دریځ شک ښودلی او ویلي یې دي چې کېدای شي د پام اړولو لپاره یې دا کار پخپله کړی وي.
د چاودنې پر غندنه پر سلا کېدو سر بېره هم امنیتي شورا په شام کې د تاو تریخوالي په اړه په پرېکړه لیک په سلا کېدو کې پاتې راغلې ده.
غربي استازي وايي، د شام حکومت په نښه کولو لپاره د اقداماتو په اړه وړاندیز کمزوری دی.
غربي استازي شام ته د وسلو ورکولو په ګډون، پر دې هیواد د نورو بندیزونو د عملي کولو ګواښ (دمکي) ورکول غواړي.