د لاسرسي ځای

د ښځو پر ضد د تاو تریخوالي مخنیوي دوه قوانین منظور


 07Mar2011

07Mar2011

بشیر ګواښ، مشال راډیو

پراګ
- په پاکستان کې په مېرمنو د تشدد د مخنيوي لپاره د دغه هېواد ولسمشر آصف علي زرداري دوه قانونونه منظور کړي دي.

د زرداري له دفتره په خپره شوي خبرپاڼه کې ويل شوي چې د يوه قانونه ترمخه به هر هغه کس ته سزا ورکول کېږي چې يوه ښځه په سوره کې ورکوي، هغه له وراثته محروموي او يا يې هم په زور واده ته مجبوروي.

په دې جرم کې يو کس ته له درو کالنو څخه تر اووه کالونو پورې د قيد او تر پینځه لکو روپو پورې د نغدو پیسو د جريمې سزا اورول کېدای شي.

د دویم قانون ترمخه که يو کس د بل کس د جسم د خرابولو لپاره د هغه پر بدن د تېزابو او يا نور خرابوونکو موادو په اچولو کې ککړ ثابت شي، نو له ۱۴ کالونو څخه تر عمري قيد پورې سزا ورته اورل کيدای شي. مجرم لس لکه روپۍ هم جرمانه کېدای شي.

دا قانونون مخکې د پاکستان په اسمبلۍ کې د بيلونو په حیث پاس شوی وو او په سینیټ کې تر منظورۍ وروسته ولسمشر ته واستول شو.

په پاکستان کې پر ښځو د تشدد په اړه نړیوالو نا دولتي ادارو په بیا بیا د اندېښنو څرګندونه کړې وه.
XS
SM
MD
LG