د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د هندوانو او سکانو لاریون


بارکوال میاخېل، نیاز موسا خېل، مشال راډیو

کوټه
- د جمعې په ورځ (د ډیسیمبر ۲۳مه) غرمه په کوټه کې د شاوخوا ۲۰۰ تنو هندوانو او سيکانو يو لوى سوله ييز لاريون وشو، چي د ښار پر بېلابېلو سړکونو يې په پټه خولۀ لاريون وکړ او په پاى کې د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ مخې ته را غونډ شول او غوښتنه يې کوله چي په کوټه او د بلوچستان په نورو سيمو کې د مېشتو هندوانو ژوند دي و ژغورل شي.

لاريون کوونکيو هندوانو په لاسونو کې شعار پاڼې را اخيستې وې، چي د هندو لږکيو د امنيت ساتلو، له محکمو څخه د وژل شويو هندوانو د قاتلينو د نيولو او په جزا رسولو غوښتنې يې پر ليکلې وې.

د روي کمار په نامه يو هندو ځوان هم د تېرې اکتوبر د مياشتې پر دووه ويشتمه نېټه له کوټې څخه وسلوالو تښتولى وو او بيا يې و وژاوه. د هغه ورور ويجې کمار وايي وسلوالو يې د ورور په بدل کې شل ميليونه کلدارې غوښتې او بيا شپږ ميليونه کلدارو ته را کښته شول، خو وايي دوى دومره پيسې نه لرلې او وسلوالو يې ورور و واژه:

((تښتوونکيو لومړى راته ويل تر کال وروسته هم پيسې راکړئ ستاسې سړى له موږ سره دى، خو بيا ناببره ټليفون راغى ويې ويل ستاسې مړى په روغتون کې پروت دى وايې خلئ، ايالتي وزيران او پوليس ټول په دې کې لاس لري، دا زموږ هېواد دى، موږ امنيت غواړو))

يو بل سپين ږيرى هندو دولت رام چي په چمن کې اوسېږي د هندو تجارانو د تښتونې پړه پر حکومت ور اچوي، وايي که د خلکو ژوند خوندي نه شي نو دوى به هند ته کډه شي:

((هندوان دلته په عذاب دي، هيڅ ژوند نه شته، زموږ هلکان تښتوي بيا يې وژني، په دې کې حکومت لاس لري، دا د دوو پيسو حکومت نه دى، غل حکومت دى، که زموږ خلک داسې وژل کېدل بيا به موږ هندوستان ته ځو))

په کوټه کې مېشت يو بل هندو محصل ويکي کمار وايي، دوى د پخوا غوندې په ډاډه زړونو پوهنتون ته نه شي تلاى. دى وايي حکومت بايد امنيتي ادارو ته جدي امر وکړي چي د دوى امنيت وساتي:

((دوې مياشتې مخکې چي زموږ يو ځوان وتښتول شو، بيا ووژل شو، موږ له حکومته د هغه قاتلين غواړو، موږ چي کالج ته ځو له کوره را وځو هيڅ نه پوهېږو چي د شپې به بيرته سلامت ستانه سو که نه))

لاريون کوونکي هندوان او سيکان په منفي نهه درجې يخ کې د اسمبلۍ مخې ته ولاړ وو او د اسمبلۍ په تالار کې د ناستو ايالتي وزيرانو، حکومتي کابينې او د لږکيو د ايالتي وزير په تمه يې رسنيو ته په وينا کې غوښتنه کوله چي حکومت او د سيمې مشران بايد د دوى د خلکو د تښتونو او وژنو په مخنيوي کې مثبت رول ولوبوي. د شانت کمار په نامه د هندو لږکيو يوۀ مشر- چي وايي د اردو ژبې شاعر، ليکوال، ژورناليست او د بشري حقونو د خوندي ساتنې فعال هم دى- رسنيو ته وويل چي خلک يې له تېرو دېرش کلونو راهيسې په ټول پاکستان او له تېرو دوو کلونو راهيسې په بلوچستان کې وژل کېږي:

((زموږ هندوانو د پاکستان تر جوړېدو مخکې او وروسته تر اوسه دلته پراته دي او د دې خاورې لپاره يې ډېرې قربانۍ ورکړې دي، د دې ځاى د اقتصادي پرمختګ او د سولې په ټينګښت کې يې ډېره خواري کښلې ده، خو ثمره يې دا ده چي له تېرو پينځويشتو دېرشو کلونو راهيسې په دې هېواد کې هندوان وژل کېږي، تښتول کېږي او دا پېښې د کمېدو پر ځاى مخ پر ډېرېدو دي))
شانت کمار د پاکستان د بشري حقونو له کمېسون، ملګرو ملتونو، نړيوالې محکمې او د بشري حقونو له نړيوالو سازمانونو هم په کلکه غوښتنه وکړه چي په بلوچستان کې دي د هندو لږکيو د تجارانو او عامو خلکو د تښتونو او وژنو په مخنيوي کې مثبت ګامونه پورته کړي:

((موږ له عامو خلکو، د سيمې له مشرانو او په ځانګړې توګه د پاکستان له دوو معتبرو ادارو محکمې او پوځ څخه- چي د دې هېواد ستنې دي، د سترې محکمې له قاضي القضاته غواړو چي هغه بايد له خپله جانبه د دوى د خلکو د تښتونو او وژنو تحقيقات وکړي او د پوځ له لوى درستيز اشفاق پروېز کياني څخه هم غوښتنه کوو چي هغه بايد په دې برخه کې مستقيمه مداخله وکړي، موږ انصاف غواړو، که نه وي موږ نه بل د استوګنې ځاى لرو او نه تلاى شو))

د هندو لږکيو لاريون کوونکي لا د اسمبلۍ مخ ته د احتجاج په توګه را غونډ وو، چي د بلوچستان د ګمرکونو او عايداتو وزير زمرک خان او د لږکيو ايالتي وزير بسنت لال ګلشن ورته را ووتل او د بلوچستان د اعلى وزير په مرسته يې د دوى ته د ښه امنيت لپاره د جدي ګامونو د پورته کولو ډاډ ورکړ. د لږکيو ايالتي وزير بسنت لال ګلشن دوى ته وويل:

((حکومت هيڅکله نه غواړي چي ولس يې په ناامنۍ کې ژوند وکړي، موږ کوښښونه کوو ګوره چي څومره بريالي کېږو، ډېر قوتونه شته چي دا سيمه خصوصاً بلوچستان ناکراره کول غواړي، زموږ له لږکيو سره چي ظلم کوي دا هم د بلوچستان د خلکو د بدنامولو دسيسې دي، موږ به له دغو دسيسو څخه ضرور پرده پورته کوو))

د يادونې وړ ده چي له تېرو دوو کلونو راهيسې له کوټې او د بلوچستان له ځينې بلوڅي سيمو څخه په سلګونو هندوان- چي اکثره يې تجاران دي- د نامالومو وسلوالو له خوا تښتول شوي دي. د هندو لږکيو مشران وايي له تښتول شويو هندوانو څخه درې يې وژل شوي، ځينې په زخمي حالت کې بيرته خوشي کړاى شوي او ګڼ شمېر يې لا هم ترى تم دي.

دغه هندوان وايي د هندو تجارانو د تښتونو او وژنو تر لړۍ وروسته په لسګونو کورنۍ هند ته کډه شوې دي، خو د لږکيو ايالتي وزير وايي چي هغوى د خپلو خپلوانو د ليدو لپاره تللي دي او بيرته به را ستنېږي.
XS
SM
MD
LG