د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ټانک کې پر سرتېرو برید، په هنګو کې چاودنه


بشیر ګواښ، مشال راډیو

پراګ
- د خیبر پښتونخوا د ټانک ضلعې په ملازو کې پر ايف سي ځواکونو يو بريد کې يو سرتېری مړ، دوه ژوبل او ۱۵ نور تښتول شوي دي.

د چارواکو په وينا، وسله والو طالبانو په دې بريد کې د سرحدي ځواکونو کلا ته اور هم اچولی او اوه کوټې يې ورسوځولې دي. دوی له ځان سره د سرتېرو وسلې هم وړي. د طالبانو د تحريک د جنډولې بېټني ډلې د بريد پړه پر غاړه اخيستي.

هلته په هنګو کې په يوه ريموټ کنټرول بمي چاودنه کې شپږ کسان ژوبل شوي دی.

د ځايي پوليسو د وینا تر مخې بم د يو شخصي روغتون سره نيزدې ايښودل شوی وو. په ژوبل شوو کسانو کې د يوې ماشومې حالت خراب ښودل کيږي.

د يو بل خبر تر مخې د قبایلي سیمې خیبر پولیټیکل چارواکي وايي چې د ډیسمبر د ۲۲ې په شپه د خیبر ایجنسۍ د لنډي کوتل په خوګا خیلو سیمه کې نا څرګنده وسله والو د باچا خان د تعليمي بنسټ يو سکول په بمونو الوځولی دی.

د دوی په وینا په دي پیښه کښې چا ته څه ځاني زیان نه دی اوښتی خو د سکول ودانی نړېدلې ده. په دې سکول کې یو شمېر زده کونکو ته وړیا تعلیم ورکول کېده.
XS
SM
MD
LG