د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کودتا اوازې درواغ دي: کیاني


بشیر ګواښ، مشال راډیو

پراګ
- د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني د پوځ د کودتا کولو اوازې درواغ بللې دي.

کیاني ویلي، د پاکستان پوځ خپل قانوني او اییني ذمه وارۍ پېژني او د ډیموکراسۍ ملاتړ به کوي.

د نوموړي په خبره، د دې ګنګوسو موخه له اصلي مسلو توجه لرې کول دي.

د رپورټونو تر مخې امریکا ته د لانجمن لیک تر استولو وروسته د دې هیواد د پوځ او ملکي حکومت تر منځ اړیکي ترینګل شوي ول. په دې لیک کې د پاکستان د پوځ د واک د کمښت غوښتنه شوې وه.

یوه پاکستاني توکمه امریکايي، په واشنګټن کې د پاکستان پر سفیر حسین حقاني تور پورې کړی وو چې دا لیک یې د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري په خوښه لیکلی وو.

حسین حقاني په دې مسله له خپلې دندې استعفا ورکړه، خو دا تور نه مني.

په دې اړه په سپریم کورټ کې د روانې معاملې د اورېدنې پر مهال د دې هیواد مشر جج افتخار محمد چودري ویلي ول چې مارشل لا (پوځي حکومت یا پوځي قانون) نشي راتللای.
XS
SM
MD
LG