د لاسرسي ځای

تازه خبر

هېلمند: د زنداني ماشومانو لپاره مرکز


د هېلمند د لښکر ګاه یو منظر
د هېلمند د لښکر ګاه یو منظر
سید شاه سقیم، مشال راډیو

لښکر ګاه
- د افغانستان د هېلمند ولايت دولتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې به ډېر ژر د هغو ماشومانو د پاره چې د جرمونو له امله دا مهال په زندان کې بنديان دي يو مرکز جوړ کړي چې پکې به دوى ته روزنه ورکول کېږي او پکې ساتل کېږي به .

د هېلمند چارواکي وايي چې په دغه روزنتون به څه باندې نهه سوه زره امريکايې ډآلر لګښت راځي چې د بريتانيا هېواد به يې ورکوي.

د هېلمند والي ګلاب منګل وايي چې د روزنتون کار پيل شوى دى او يو کال وروسته به بشپړ شي . دى وايي روزنتون به چې پر درې جريبه ځمکه جوړېږي پارکونه ، د نجونو او هلکانو بېل بېل ځايونه او د روزنې خوني ولري.

(( دا په هېلمند کې د ماشومانو د روزنې او اصلاح مرکز دى. په دې مرکز کې به کم عمره بنديانو ته روزنه او اصلاح ورکول کيږي . تر دې وړاندې مونږ په دې برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ وو ))

ګلاب منګل زياتوي چې ددې مرکز تر جوړېدو وروسته به هغه ستونزي ختمې شې چې اوس په هېلمند کم عمره بندي ماشومان ورسره مخ دي.

د هېلمند د عدليې رييس محمد طيب وايي چې دا مهال په هېلمند د شپېتو په شا و خوا کې ماشومان چې د بېلابېلو جرمونو په تور نيول شوي دي په کانټينرونو کې شپې سبا کوي. چې په ژمي زيات يخ او دوبي کې زيات تاوده وي.

دى وايي په اوسني جوړېدونکي مرکز کې ټولو هغو ستونزو ته پاملرنه شوې ده چې اوس ورسره بندي ماشومان مخ دي.

(( دا مرکز په سټنډرډ معيار جوړېږي او پکې ټولو هغو ستونزو ته پاملرنه شوې ده چې مونږ ورسره مخ وو ))

افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دى چې د جګړو او نا امينو له امله پکې زيات ماشومان وژل کېږي او ډېر يې د کورنۍ د سرپرستانو د نه شتون له امله اړ وي چې تر ځان درانه کارونه وکړي.
XS
SM
MD
LG