د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ۲۰۱۲م کال د پاکستان و افغانستان انځور



د برتانیا په فنانشل ټایمز ورځپاڼه کې په خپرې شوې مقاله کې احمد رشید لیکي، د روان کال پر مهال د امریکا و پاکستان تر منځ د اړیکو خرابېدل به په ۲۰۱۲ز کال کې لا نور بد حالت ته ورسېږي او دا به نه یواځې له افغانستانه د غربیانو وتل بلکې په افغانستان و پاکستان دواړو کې به ثبات له خطر سره مخامخ کړي.

د پاکستان د پوځ دا امرونه چې له امریکا سره دې د دښمن برخورد وشي او پر هغو الوتکو چې د دې هیواد خاورې ته ور ننوځي، دې برید وشي، ښيي چې په ۲۰۱۲ز کال کې څه پېښېدای شي؟ احمد رشید لیکلي پر پوله د دواړو تر منځ شدیده نښته کېدای شي، پاکستان به په دې هیواد کې پر مېشتو افغان طالبانو سترګې پټې کړي چې په افغانستان کې پر حکومت بریدونه وکړي، حقاني اورپکه شبکه به په افغانستان کې نور لوی ترهګر بریدونه وکړي، په امریکا و اروپا کې هم کېدای شي ترهګر بریدونه وشي چې ریښې به یې په قبایلي سیمو کې د پاکستانیو طالبانو له پټنځایونو وي، او په افغانستان و پاکستان کې د لوړ پوړو مشرانو وژنې. د لیکوال په خبره، هغه لسټ چې د حالاتو د خرابېدو خبر ورکوي، اوږد دی.

په مقاله کې راغلي، د تاو تریخوالي لومړی ښکار به د امریکایانو او افغانانو تر منځ د سولې خبرې وي. دا هم ګرانه ده چې ولیدل شي په کومو شرایطو به د پاکستان او امریکا اړیکي بیا له سرې نوې کړل شي.

په فنانشل ټایمز ورځپاڼه کې راغلي، له پاکستان سره د امریکا اړیکي به په امریکايي انتخاباتو کې د بهرنیو چارو د تګلارې مهمه مسله وي او د ریپبلېکن ګوند د غړو بیانونه به د دواړو هیوادونو تر منځ کړکېچ لا نور پراخه کړي. امریکا به ژمنه وکړي چې له هند سره نور قوي ملګرتوب غواړي او دا به پاکستان لا نور پرېشانه او په غوسه کړي.

احمد رشید په دې مقالې کې لیکلي، د امنیت د چارو افغان ځواکونو ته د سپارلو د بهیر پر مهال به ۲۰۱۲ز کال مشکلې ورځې مخې ته راولي. طالبان به تاو تریخوالی زیات کړي او د وژنو یو کیمپېن به پیل کړي چې افغان چارواکي به پرېشانه کړي او ډېر به مجبوره کړي چې خپلې کورنۍ له هیواده وباسي.

په مقاله کې راغلي، د نړیوال اقتصادي بحران له کبله به افغان اقتصاد او ملي ځواکونو ته د مرستو او پیسو ورکولو بهیر هم اغېزمن کړي.

د فنانشل ټایمز ورځپاڼې په دې مقاله کې راغلي، د راتلونکي کال د مې په میاشت کې د ناټو د سرمشریزې پر مهال به امریکا د افغانستان لپاره د نړیوال ملاتړ تر لاسه کولو کې له مشکلاتو سره مخامخ شي.


XS
SM
MD
LG