د لاسرسي ځای

تازه خبر

حقاني شبکه ولې ترهګره نه ګرځول کېږي


د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني
د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني

فارن افېرز مجله ليکي، حقاني شبکې د امريکا په سلګونه وګړي وژلي او يو شمېر ترهګر بريدونه يې تر سره کړي دي خو تر اوسه دا شبکه د امريکا لخوا د نړيوالو ترهګرو په لسټ کې نه ده راغلې. بلخوا امريکايي ورځپاڼه واشنګټن پوسټ لیکي ، په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مشر کمندان جان اېلن غواړي چې د امريکايي ځواکونو زياتره برخه د ۲۰۱۳م کال تر پايه په افغانستان کې پاته شي چې افغان ځواکونو پر خپلو پښو ودروي.

فارن افېرز مجله لیکي ، حقاني شبکې د امريکا په سلګونه وګړي وژلي دي او په کابل کې يې د امريکا پر سفارت، د ناټو پر مرکزي دفتر، انټرکانټينېنټل هوټل، د هند پر سفارت او د بريتانوي کونسل په ګډون يو شمېر ترهګر بريدونه تر سره کړي دي خو تر اوسه دا شبکه د امريکا لخوا د نړيوالو ترهګرو په لسټ کې نه ده راغلې. د روان کال د سپټمبر په مياشت کې د امريکا دوو سېنېټرانو لينډسې ګراهم او کېرستېن ګيلي براډ د هيواد د بهرنيو چارو وزيري هېلري کلنټن ته په يو لېږلي ليک کې ټينګار وکړی چې دا شبکه د ترهګرو فعاليتونو له کبله په ترهګر لسټ کې واچوي. د دې پوښتني د پلټنو لپاره مناسب ځواب ډېر څرګند دی ځکه چې حقاني شبکه په هر صورت بهرنيان او ترهګر دي.

فارن افېرز مجله زياتوي، د حقاني شبکې ترهګر نومول خپلي ګټي لري. دا ګام به د دوی پر لور د امريکا پاملرنه نوره هم زياته کړي ځکه چې دوی پر امريکايي وګړو بريدونو کوي او وژني يې. دا به د د زړه ښه کولو پر لور يو علامتي ګام وي. خو له بده مرغه که دا شبکه په نړيوال لسټ کې واهم چول شي بيا به هم دا ډېر لږ او ډېر ناوخته وي ځکه چې دا ګام به د شبکې پر جوړښت او نورو وسيلو ډېر لږ اغېز ولوېږي. د دې شبکې جنايتي مرسته کونکو ته رسېدل به په داسي وخت کې نور هم ګران شي چې امريکا له افغانستانه وځي. په رښتيا هم که امريکا غواړي چې د ترهګرۍ په ضد کوټلي ګامونه پورته کړي نو ورته پکار ده چې له پاکستان سره خپلو اقتصادي اړيکو ته بيا کتنه وکړي.

بلخوا امريکايي ورځپاڼه واشنګټن پوسټ په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د مشر کمندان جنرل جان اېلن له خولې لیکي ، سپيني ماڼۍ نوموړي ته تر سپټمبر ورسته د نورو ځواکونو د ايستلو مهال وېش نه دی ورکړی. دا خبره د هغو دېرش زره سرتيرو په اړه کېږي چې اوبامه ويلي و د روان کال تر پايه به ووزي او په افغانستان کې به ۶۸۰۰۰ امريکايي سرتيري پاته شي.

د امريکا د دفاع وزارت د چارواکو په وينا، جان اېلن غواړي چې د ۶۸۰۰۰ ځواکونو زياتره برخه د ۲۰۱۳م کال تر پايه په افغانستان کې پاته شي چې افغان ځواکونه پر خپلو پښو ودروي تر څو دوی په ۲۰۱۴م کال کې د امنيت چاري په خپله غاړه اخلي. خو د امريکا مرستيال ولسمشر جوبايډن او ځيني نور انتظامي چارواکې په راتلونکې کال کې د انتخاباتو تر کمپېن پوري د پوځونو د ايستلو ژمنتيا غواړي.

پوځونو د ايستلو تر شا ځيني په زړه پوري خو واړه سټراټيجيک بدلونونه پراته دي چې د روان کال د جولايي په مياشت کې تر جنرل ډېوډ پټريس وروسته جان اېلن راوستي دي. اېلن غواړي چې په ځينو مهمو سيمو کې افغان ځواکونو ته د واک سپارل ژر تر سره کړل شي چې دا ډول دوی پر داسي مهال د خطرو ژر مخنيوی وکړي چې شاته يې امريکايي پوځيان د ضرورت لپاره موجود وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG