د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوه ترکۍ ښځه د ترهګرۍ په تور نیول شوې




ایسوسي ایټډ پریس لیکي، امریکایي چارواکو یوه ښځه په دې تور نیولې چې هغې په پاکستان کې له ترهګرو ډلو سره مالي مرستې کړيدي.

۳۹ کلنه اویتون ایسي مهالیک په اړه ویل کیږي چې د ترهګرو ډلو سره یې مادي مرستې کولې او دوی ته یې ویلي وو، چې د امریکا پوځ دې په نښه کړي. ایسوسي ایټډ پریس لیکي که چرې په مهالیک دغه تورونه رښتیا وختو نو د ۵۳ کالو لپاره ورته د قید سزا ورکول کېدای شي.

حکومتي څارنوال وایي چې مهالیک په تیر کال کې څه نا څه دوه زره امریکایي ډالره په پاکستان کې یو کس ته په دریو اونیو کې استولي وو، چې دغه پیسې به د امریکایي او نورو نړیوالو ځواکونو خلاف د حملو لپاره استعمالیدې.

مهالیک چې یوه پنسارۍ ده، له هغې وروستو د امریکا په حکومتي تحویل کې ده، کله چې هغه تیر کال خپل وطن ترکي ته د تللو پر وخت ونیول شوه. هغې لګول شوي تورونه دروغ ګرځولي دي.

ایسوسي ایټډ پریس وایی، مهالیک په لاس اینجلس ایرپورټ حکومتي چارواکو ته دروغ ویلي وو، چې دې کله هم بهر ملکونو ته پیسې نه دي لیږلې او صرف د خپلې کورنۍ یو ملګري یې سره مرستې کړېدي ، چې په هغه وخت کې یې پیسو ته سخت ضرورت وو. امریکایي چارواکو په دې اړه لا څه نه دي ویلي ، چې دغه پیسې چې مهالیک د خپلې کورنې یو ملګري ته لیږلې وې ، څه رنګ د ترهګرو په لاس ورغلې.

اخوا عدالت وایي، د مهالیک ګرفتارول د امریکا د قامې سلامتیا د پلټنو یوه برخه ده، او د دوی ریکارډ ښیي چې هغې ورسره په پلټنو کې پوره پوره مرسته کړي.

په لاس اینجلس کې د څارنوال دفتر وایي، دوی ته داسې هیڅ مالومات نشته چې ګنې په دغه پیسو د امریکا خلاف کومه حمله شوې وي، خو زیاتوي د هغې د کیس پلټنې روانې دي.
XS
SM
MD
LG