د لاسرسي ځای

په غزني کې د ماین چاودنې د ناټو ۵ عسکر ووژل



د ناټو د نړیوال سوله ساتي ځواک بولېنډي او امریکايي عسکر د غزني په زیناخان ولسوالۍ کې ګزمه کوي.
۲۲ اکتوبر

د ناټو د نړیوال سوله ساتي ځواک بولېنډي او امریکايي عسکر د غزني په زیناخان ولسوالۍ کې ګزمه کوي. ۲۲ اکتوبر


د ناټو په مشرۍ ایساف ځواکونه وايي، نن یې د افغانستان په ختیځ کې د ماین په یوې چاودنې کې پنځه عسکر ووژل شول.

ایساف ځواکونو د وژل شویو عسکرو پېژندګلو نه ده په ډاګه کړې، خو د غزني چارواکي وايي، چې نن په دې ولایت د سړک د غاړې په یوې چاودنې کې پنځه پولېنډي عسکر وژل شوي.

وسله والو طالبانو د دې پيښې مسوولیت پرغاړه اخیستی او ادعا یې کړې، چې په چاودنه کې اوه پولنډي عسکر وژل شوي دي.

د غزني د والي ویاند حضرت محمد غزنوي مشال ریډيو ته وویل، چې چاودنه د غزني ښار ته نږدې د روزې په سیمه کې د پولېنډي عسکرو په پوځي موټر شوې. په افغانستان کې نړیوال سوله ساتي ځواکونه اکثره ددغه هیواد په لروبر کې د سړک غاړې بمي چاودنو ښکار کېږي.ویل کېږي چې په افغانستان کې د سړک غاړې چاودنې د پاکستان او امریکا ترمنځ د خبرو یو تاوجن موضوع دی.

تېره اونۍ امریکايي کانګریس د پاکستان لپاره ۷۰۰ ملینه ډالره امداد تر هغې ځنډولې چې پاکستان د پاک عرب کیمیايي کارخانې نه د کېلشیم ایمونیم ناټریټ سرې دخرڅولو په اړه سخته قانون سازي ونکړي.

دپاک عرب کار خانې چلونکي وايي همکاري یې کړېده .


تېره اونۍ رویټرز خبري اژانس ته د پاک عرب کارخانې مشر فواد مختار ویلي وو دوي امریکايي چارواکو ته ویلي چې په دی لړ کې یوازې ددوي کارخانې او یا پاکستان ته ګوته نیول مناسب نه دي ځکه چې دا سره په لويي مقدار کې په ایران، ازبکستان او د منځنۍ ایشیاء په یو شمیر نورو هیوادونو کې هم تیاریږي.



XS
SM
MD
LG