د لاسرسي ځای

د صدر زرداري ستنېدو ګنګوسې ختمې کړې


د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري


امریکایي ورځپاڼه نیویارک ټایمز کې هما یوسف لیکي، د تیر اتوار په ورځ په موبایل فونونو کې داسې پېغامونه په کراچۍ کې خلکو یو بل ته ولیږل، چې د پاکستان صدر اصف علي زرداري د دوبۍ نه واپس راروان دی، او باید روډونه خالي کړل شي. او د تیر ګل په سهار وختي اصف علي زرداري کراچۍ ته په سخته سیکیورټي کې راورسید او دا شان هغه ټولې خبرې او دعوې هم دروغ وختې، چې ګنې صدر به اوس د دوبۍ نه کار کوي او یا هم واک پریښودل غواړي .

لیکواله وایي، صدر زرداري د کراچۍ په مسرور پوځي هوایی اډه کوز شو، او داشان هغه ټولې ګنګوسې غلطې وختې ، چې په تیرو ورځو کې د هغه د تګ وروستو کیدلې. هما یوسف وایي د اصف زرداري دوبی ته د تګ وروستو داسې خبرونه هم وو، چې هغه د پوځ په خوښه لاړو ، او کیدای شي، په ملک کې پوځي مارشل لا ولګوي. د داسې خبرو وروستو د پاکستان په نجی ټیلي ویژنونو اول د هغه په ناروغو بحثونه پیل شول، او ځینو څیړونکو پکې دا هم وویل، چې زرداري د پوځ په سلا اوس واک پریښودل غواړي.

په دغه ټیلي ویژني پروګرامونو کې په دې هم تاوده بحثونه وو، چې د امریکا لپاره د پاکستان پخوانې سفیر حسین حقاني امریکا ته یو لیک استولی ، چې پکې د پوځ د کنټرولو په اړه خبرې کړې دي، او صدر ځکه دوبۍ ته لاړو چې په سپریم کورټ کې د دغه لیک د کیس د اوریدنې په وخت د خپل وضاحت نه ځان لرې وساتي.

لیکواله وایي، په دې هر څه زیاتولو کې پاکستاني میډیا هم خپل هغه زوړ رول ولوبوو، چې دوی په افواګانو زیاتې خبری کوي، او د رښتیاو مالومولو کم کوشش کوي.
XS
SM
MD
LG