د لاسرسي ځای

تازه خبر

برتانوي ځواکونه به له راتلونکې کاله وتل پیل کړي.کېمرون


د برتانییا لومړی وزیر ډیویډ کېمرون د افغانستان په کندهار کې له خپلو عسکرو سره ویني.۲۰ډسمبر۲۰۱۱
د برتانییا لومړی وزیر ډیویډ کېمرون د افغانستان په کندهار کې له خپلو عسکرو سره ویني.۲۰ډسمبر۲۰۱۱

د بريتانيیا وزيراعظم ډېوډ کېمرون تېره ورځ د افغانستان د دورې پر مهال ويلي چې ځواکونه به يې له دې هيواده له ۲۰۱۲م کال څخه په وتلو پيل وکړي. دا په داسي حال کې ده چې غربي هيوادونه په پلان کې لري چې تر ۲۰۱۴م کال پوري زياتره خپل جنګي پوځيان له افغانستانه وباسي. د بريتانيې وزيراعظم ژمنتيا ښودلې چې راتلونکی کال به خپل ۵۰۰ سرتيري وباسي او په دا ډول به په افغانستان کې د دوی شمېر ۹۰۰۰ پاته سي.

نوموړي په دې اړه رويټرز خبري اژانس ته وويل، زه په دې اړه څرګند دريځ لرم چې د بريانيې ولس د دې مالومولو حق لري چې پوځي عمليات به پای ته رسيږي او پای ته د رسېدو نېټه يې ۲۰۱۴م کال دی.

هغه زياته کړه چې د ځواکونو د ايستلو په اړه به د ايتلافي ځواکونو تر منځ خبري اتري په راتلونکې کال کې د ناټو لخوا په يو غونډه کې وشي چې د امريکا په شکاګو ښار کې به تر سره کېږي. ډېوډ کېمرون د خپل سفر پر مهال په کندهار کې له خپلو سرتيرو سره هم وليدل. د بريتانوي چارواکو له وينا سره سم نوموړي د ټليفون له لاري له افغان ولسمشر حامد کرزي سره خبري اتري وکړې او له طالبانو سره د سولي د خبرو او له پاکستان سره د اړيکو پر ارزښت وږغېدی.

په افغانستان کې د ۲۰۰۱ کال راهيسي ۳۹۰ بريتانوي سرتيري وژل شوي دي چې دا شمېره تر امريکايي سرتېرو وروسته په ټولو بهرنيو ځواکونو کې زياته ده.

بلخوا امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د مشر کومندان جنرل جان اېلن د وړانديز په اړه مقاله ليکلې چې نوموړی وايي، که څه ولسمشر اوبامه تر ۲۰۱۴ کال پوري له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د ايستلو اعلان کړی خو کېدای شي ځواکونه يې تر دې کال ورسته هم په افغانستان کې پاته شي.

له نيويارک ټايمز سره په يو مرکه کې نومړي زياته کړه چې له افغان حکومت سره به د سټراټيجيکې همکارۍ په لوظنامه کې تر ۲۰۱۴م کال وروسته د امريکايي سرتيرو د موجوديت د څرنګوالي په اړه نکات هم پکې شامل وي.جنرل جان اېلن وويل چې په دې اړه افغان ولسمشر کرزي هم خبري ورسره کړي دي او غوښتي يې دي چې تر ۲۰۱۴م کال وروسته د امريکايي پوځونو د حضور د څرنګوالي په اړه بحث پکار دی.

نوموړي زياته کړه چې تر ۲۰۱۴م کال وروسته هم غالب امکان دا دی چې امريکا خپل مشاورين، روزونکې او استخباراتي کارپوهان د لږ نور وخت لپاره په افغانستان کې پريږدي. نوموړي وويل دی تمه لري چې د ۲۰۱۲م کال له پيل څخه نور ګڼ شمېر پوځي روزونکې افغانستان ته راسي او د دې هيواد ځواکونه وروزي.
XS
SM
MD
LG