د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا لپاره فنډونه منظورېږي خو کارونه نه کېږي


د پښتنو قبایلي سیمې
د پښتنو قبایلي سیمې
د پاکستان قبایلي سیمو لپاره ددغه هیواد مرکزي حکومت د روان کال لپاره د پنځلس ارب روپو کلنی پرمختیايي پلان منظور کړی وو.چې له مخې به یې په دغه پيسو سکولونه ،کالجونه ،صحي مرکزونه جوړول او د روزګار مواقعې برابرول وو.د مالي کال نیمايي برخه تېره خو د سیمې د پرمختايي چارو څارونکي وايي تر دامهاله یوازې یو ارب ورکړل شوې دي.

څيړونکي وايي جنجال یوازې د سږ کال د پرمختايي پيسو په اړه نه دی بلکې هرکال قبایلي سیمو ته په بجټ کې پيسې اعلانېږي خو پوره ونډه نه ورکول کېږي.

دا او له دې سره تړلې نورې پوښتنې مو د کرښې په غاړه خپرونه کې د اقتصادي چارو کارپوه اکرام هوتي،د جنوبي وزیرستان پخوانی پولیټیکل اېجنټ سنګې مرجان د پاکستان د پارلمان د سېفران د قایمه کمېټې چېرمېن ساجد حسین توري او د سېفران وفاقي وزیر انجینېر شوکت الله سره څېړلې چې کوربه یې مجید بابر دی.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:28:47 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG