د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د شپې چاپې اوږدمهالی ستراتیژیک تړون اغېزمنولای شي"



یو امریکايي عسکر د پکتیکا ولایت په یحیاخېلو کې پر یوه کور د شپې چاپې پر مهال د یوه کس بایومېټریک دېټا Biometric data راغونډوي.پر دغه چاپو دافغان حکومت لخوا نیوکې کېږي.
۲۱م فبروري ۲۰۱۱
یو امریکايي عسکر د پکتیکا ولایت په یحیاخېلو کې پر یوه کور د شپې چاپې پر مهال د یوه کس بایومېټریک دېټا Biometric data راغونډوي.پر دغه چاپو دافغان حکومت لخوا نیوکې کېږي. ۲۱م فبروري ۲۰۱۱

بشير ګواښ – پراګ

افغان حکومت وايي چې ناټو بايد په افغانستان کې د شپې عمليات بند کړي که نه نو دا کار به په افغانستان کې د امريکا د اوږه مهاله پاتې کيدو په اړه پر سټريټيجيک تړون منفي اغيز وکړي.

د افغان ولسمشر حامد کرزي وياند، ايمل فيضي وايي چې د امريکا سره د سټريټيجيک تړون چې له مخې به یې امريکا تر اوږده مهاله په افغانستان کې پاتي شي، يو شرط دا دی چې د هيواد خودمختارئ ته درناوی وشي.

ايمل فیضي زياتوي (( که چيري د شپې له خوا عمليات او په ملکي خلکو بمبارۍ چې مونږ هميشه غندلي دي، همداسې دوام ومومي نو دا به منفي اغیزې ولري. تر هغه به دا سند ، د امريکا سره د سټراټيجيک تړون سند امضا نه شي ترڅو چې د افغانستان ملي حاکميت ته درناوی نه وي شوی. د شپې له خوا عمليات، د خلکو په کورونو ننوتل، او د بې ګناه ملکي خلکو وژل، دا ټول هغه مسايل دي چې د افغانستان د ملي حاکميت نه مراعتيدل دي.((

د ایجنسي فرانس پريس خبري اژانس د يو رپورټ ترمخه د افغان حکومت دا غبرګون له هغه وورسته مخې ته راغلی چې په پکتيا کې ناتو ځواکونو پر هغه ځای ځوابي ډزې وکړي چې پر دوی ترې ډزې کيدلي. د ناټو د ډزوپه ترڅ کې د مخدره موادو د قاچاق د مخنيوي د يوې ادارې د يوه چارواکي اميدواره ميرمن مړه شوه. ناټو وايي په دې عمليانو کې يې د حقاني د ترهګرې ډلې يو مشر هدف وو.

د دې رپورټ ترمخه د ناټو وياند ويلي چې د شپې عمليات د ياغيانو د مشرانو د ویشتلو لپاره اسانه او خوندي لاره ده. د ایجنسي فرانس پريس خبري اژانس په دې رپورټ کې وړاندې راغلي چې ناټو وايي د افغانستان د ځانګړي ځواکونو د ډيرې همکارۍ او برخې په درلودلو سره به د شپې عمليات جاري وساتل شي. خو ايمل فيضي وايي ولسمشر حامد کرزي د ناټو عمومي قوماندان جنرل جان ايلن سره په دې اړه نيغ په نيغه خبرې کړي او خپلې انديښنې يې ورته په پوره توګه واضح کړي دي.

)‎((تيره يکشنبه د رياست جمهوري په دفتر کې ولسمشر کرزي جنرال ايلين ته په واضحه توګه وويل چې په دوديزه لويه جرګه کې د خلکو پريکړه دا وه چې ناټو دې په افغانستان کې د شپې عمليات بند کړي چې بايد همداسې وشي. په دې باره کې نورو خبرو کولو ته ضرورت نشته)).

د ایجنسي فرانس پريس خبري اژانس ترمخه په افغانستان کې دا مهال د يو لک او څلويښت زره په خوا او شا کې بهرني پوځيان شتون لري چې د افغانستان د امنيتي ځواکونو سره اوږه په اوږه د وسله والو مخالفينو خلاف جنګيږي.

XS
SM
MD
LG