د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې څه ستونزه ده؟


د افغانستان او پاکستان ولسمشران حامد کرزی او آصف علي زرداري د سږ ني ۲۰۱۱م کال د نومبر په لومړۍ نېټه د ترکیې په استنبول کې خبریالانو ته د راڅرګندېدو پر مهال لاسونه خوځوي.
د افغانستان او پاکستان ولسمشران حامد کرزی او آصف علي زرداري د سږ ني ۲۰۱۱م کال د نومبر په لومړۍ نېټه د ترکیې په استنبول کې خبریالانو ته د راڅرګندېدو پر مهال لاسونه خوځوي.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی پر پاکستان د افغانستان په اړه د يوې خپلواکي پاليسۍ ساتلو ږغ کړی دی.نوموړي ويلي پاکستان بايد د افغانستان په اړه پاليسي هند او امريکا ته په کتو سره جوړه نه کړي.

د نومبر پر شپږويښتمه د نيټو په بمبار کي د پاکستاني عسکرو د وژني وروسته د پاکستان او امريکا اړیکي خراب شوې چې د کارپوهانو په وينا دغه خرابو تعلقاتو د پاکستان او افغانستان پر اړيکو هم لږ څه ناوړه اثر غورزولی دی.

هم دې ته په پام سره افغان ولسمشر د سې شنبې په ورځ وويل دی هڅه کوي افغانستان په سميه ییزو رقابتونو کې ښکيل نه کړي بلکې په دوه زره څوارلسم کال کې د اتحادي ځواکونو د وتو وروسته خپل هيواد په يوه کاميابه معاشي مرکز بدل کړي.

دده په وينا هڅه کوي له کال دوه زره څوارلسم نه تر کال دوه زره څليرويشتم پورې افغانستان يو داسي هيواد جوړ کړي چې په کې منفي رقابتونه او شخړې نه وي.

د افغان ولسمشر حامد کرزي هم دا وينا او ورسره تړلې ځينې نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څيړو. په لندن کې د افغانستان د سياسی چارو کارپوه امين الله حبيبي او د پيښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګي مشر ډاکټر اعجاز خټک مو ميلمانه دي.د بحث کوربه عبدالحی کاکړ دی.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:28:02 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG