د لاسرسي ځای

تازه خبر

بریت مې خپل واک یې د بل


امیر محمد خان ابریدی ګیله لري چې وسلوالو طالبانو د خپلو بریتونو شوق ته نه پرېښودلم
امیر محمد خان ابریدی ګیله لري چې وسلوالو طالبانو د خپلو بریتونو شوق ته نه پرېښودلم

فرهاد شینواری - خیبر ایجنسی

د خیبر ایجنسۍ په باړه سیمه کې د وسلوالو پر ضد روانو پوځی عملیاتو او نا امنیو له امله که یو خوا د خلکو ورځنۍ ژوند او کاروبار زیانمن شوی دی،نو بل خوا پکې خلک پکې خپله خوښه او شوق هم نه شي کولای.

د دغې سیمې یو اوسېدونکی ۴۰ کلن ملک امیرمحمد اپریدۍ هم له هغه کسانو نه دی چې له تیري اوږدې مودې راهیسې یې لوی بریتونه پرې ایښی دي.

دی وايي چې خوا شا څوارلس انچ بریت یې ساتلي دي،اودی پرې ډیره خرچه هم کوي،د ده په خبره د بریتونو خپل شوق یې له یو شمیر ستونځو سره هم مخ کړی دی او خپله خاوره یې یې هم د دغه بریتونو د ساتلو له لاسه پری اېښې ده.

له مشال ریډيو سره په خبرو کې ملک امیرمحمد اپریدي وويل چې((په ۱۹۹۲ کې زه دکالا باغ نواب ملک امیرمحمد خان نه متاثره شوم،او ما هم دهغه په شان بریت پریښودل،او د خصمانې لپاره ورته د بادامو تیل له دوبۍ نه راغواړم او کنډ (جیل) ورته د جرمنی نه او په جوړولو یې روزانه نیم ساعت وخت لګېږي،ځه خپل کاروبار هم کوم او د خیبر پولیټیکل ایجنټ راته د بریتو لپاره د میاشتې پینځه زره روپۍ خرچه هم راکوی))

ملک امیر محمد اپریدی وايي چې(( څه موده وړاندې په باړه کې وسلوالو طالبانو له ځان سره یوړم او بریتونه یې رانه لرې کړل،او په دې سره زه او مینه وال مې ډیر خفه شو،خو ما همت و نه بایله او بیا مې لوی کړل،خو د بریتوتو دې شوق ساتلو لپاره مې باړه هم پریښودله،او په پیښور کې میشت شوم،دا ځکه چې تر څو مې دغه بریت وي نو زه باړې ته نه شم تلای))

یاده دي وی چې د خیبر ایجنسۍ په باړه سیمه کې د وسلوالو ډلو د شتون او د دوی پر ضد د تیرو دوه کالو راهیسې روانو پوځي عملیاتو د خلکو ټولنیز او شخصی ژوند د یو شمیر ستونځو سره مخامخ کړی دی.
XS
SM
MD
LG