د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوره جګړه نه کوو


سید شاه سقیم - کندهار

د وسله والو طالبانو پېنځوس کسيزه ډله پرون د سې شنبې په ورځ د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې له دولت سره يو ځاى شوه او له جګړې يې څخه يې لاس واخيست .

په دغه ډله کې د وسله والو طالبانو څلور تنه جنګي قومندان هم شامل وو چې ټولو يې خپلې وسلې هم له ځانونو سره راوړې وې .

د پنجوايي والسوال حاجي فضل الدين اغا وايي چې له ډېرې مودې را هسې يې په سيمه کې له دولت سره پر جګړه بوختو وسله والو سره اړيکې ټينګې کړې چې په دې ورستيو کې يې په دې وپوهول چې جګړه يې نه د وطن په ګټه ده او نه د دوى .

دى وايي تر دې وړآندې هم په پنجوايي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو درې ډلې له دولت سره يو ځاى شوې وې.

(( نن څلور ګروپه ، څلور قومندانان او پېنځوس تنه وسله وال طالبان چې تر اوسه له دولت سره جنګېدل نن له مونږ سره يو ځاى شوي دي . زه دوى ته هرکلى وايم او هيله لرم چې پاتې نور هم زمونږ ملګري شي ))

د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا بيا له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال وويل چې د پېنځوس تنو وسله وال په راتګ خوشحاله دي او هڅه به کوي چې له دوى سره ټولې هغه مرستې وکړي چې ددوى په وس پوره وي.

(( زه نن ډېر خوشحاله يم چې پېنځوس تنه وسله وال وروڼه مو راسره يو ځاى شوي دي او له جګړې يې لاس اخيستى دى، زه دوى مرور وروڼه نه بلکې مسافر وروڼه بولم ځکه چې دوى کورونه پرې ايښي وو او مسافر وو ، موږ به هڅه وکړو چې څه هم له وسه کيږي مرستې له دوى سره وکړو ))

له دولت سره د يو ځاى شويو وسله والو مشر قومندان حاجي معلم وايي چې خپله خوښه يې وسلې پر ځمکه ايښې او دا مهال په دې پوهېدلي دي چې ورپېښې ستونزې يې د جګړې له لارې نه حل کېږي.

(( موږ پېنځوس تنه چې څلور راپکې قومندانان دي په خپله خوښه مو وسلې کېښودې او سوله مو خوښه کړه ځکه چې پوه شوو چې نور خلک مو له جګړې څخه غلطې ګټې اخلي او خپل وروڼه راباندې وژني، موږ تر دې ځايه پورې د مولوي نور العزيز چې تر دې وړاندې د طالبانو له خوا د کندز والي وو په واسطه راغلي يو، موږ اوس ډېر خوشحاله يو چې له خپلو وروڼو سره يو ځاى يو ))

پېنځه ورځې وړاندې هم د وسله والو طالبانو يوه لس کسيزه ډله په زابل ولايت کې له جګړې څخه تر لاس واخيستلو وروسته له دولت سره يو ځاى شوې وه .
XS
SM
MD
LG