د لاسرسي ځای

تازه خبر

د آی ایس آی پر مشر فشار او د طالبانو خلاصېده


د پاکستان د پوځ مشر جنرال آشفاق پروېز کیاني او د آی ایس آی مشر احمد شجاع پاشا
د پاکستان د پوځ مشر جنرال آشفاق پروېز کیاني او د آی ایس آی مشر احمد شجاع پاشا

د سيمي حالات او د نړی مطبوعاتو کي د ایکسپریس ټربيون يو رپورټ لرو چې وايې د پاکستان د استخباراتی ادارې آی ایس آی پر مشر جنرل شجاع پاشا فشار زيات شوی.

بلخوا اونيزې ويکلي سټینډرد د اوباما انتظاميه له لوري له طالبانو سره د خبرو اترو پر هڅو مقاله لیکلې.

ايکسپریس ټربيون د آی ايس آی پر مشر د زياتيدونکي فشار په لړ کي د امريکا لپاره د پاکستان د پخواني سفير حسين حقاني د وکيلي عاصمه جهانګير له خولې وايې شجاع پاشا ته پکار وو پر دوم مې يې په ايبټ آباد کي د اسامه بن لادن پر ضد شوو عملياتو پر وخت استعفا ورکړې وای.

ورځپاڼه زياتوي چې د کيمونسټ ګوند مشر انجينئر جميل احمد ملک هم پر جنرل پاشا فشار اچولی دی. نوموړي د دوشنبې پر ورځ په سپريم کورټ کې د آی ايس آی د مشر پر ضد کيس دائر کړی چې د اعاو له مخې هغه د عربي هيوادونو له مشرانو سره ليدلي وو.

تيره اونی د عوامي نيشنل ګوند د اسمبلۍ غړې بشری ګوهر هم په قامي اسمبلي کی ورته غوښتنه کړې وه چې جنرل پاشا دې يا خو مستعفي شي يا دې له چوکی ليري کړل شي. دې ويلي وو چې د کودتا د پلانولو په اړه دې دده پر ضد پلټنې وشي.


ايکسپریس ټربيون د ايبټ آباد د پيښی پلټونکي کمیشن ته وړاندي شوو زياتره سياستوالانو د هغو وړانديزونو ذکر کړی چې ويلي دي که چيرته معلومه شي اسامه بن لادن له کلونو راهيسي په پاکستان کي اوسیدۍ نو بيا کميشن بايد د سکيورټي اسټبلشمنټ د لوړ پوړو چارواکو د ليري کولو سپارښتنه وکړې.


د سپريم کورټ د جج جاويد اقبال په مشري کي جوړ کميشن ته دا کار ورکړل شوی دی چې د اسامه بن لادن په پوځي ښار ايبټ آباد کي د امريکايانو له خوا د وژني چار چاپیره موجود د ټولو دقيقو ځمکنیو حًيقيقتونو پلټنه دې وکړي.

بل خوا اونيزې ويکلي سټينډرډ له افغان طالبانو سره د خبرو اترو پر هڅو د ليکوال تهامس جوسيلېن مقاله خپره کړې ده.

ليکوال وايې امريکا د کاميابه خبرو اترو په ترڅ کي پر طالبانو شک کوي خو ددې سربيره اوس هم له دوی سره د خبرو اترو په لټه کې ده.

د ليکوال په وينا آن د خارجه چارو وزارت چې ددې هڅو مشري کوي پوره ډاد نه لري. يو لوړ پوړی چارواکی د نوم نه ښودلو په شرط د يو کاميابه تړون امکان ديرش فيصده ياد کړی.

دده په وينا د کامیابی دغه کم امکان د امريکا د هغې سر چيني له خوا لويه اندازه ده چې سوله ییز حل غواړي.

په مقاله کي پر مخ ليکل شوي چې د افغانستان د سولي عالي شوری د ګوانټانامو له زندان د څلورو لوړ پوړو قومندانو د خلاصولو کمپائن چلولی وو.خو د ليکوال په وينا داسې هيڅ باور نشي کيدلای چې ګواکې دغه بنديان به د روغي جوړي په هڅو کي برخه اخستو ته زړه ښه کړي.

په دغو څلور طالب قومندانانو کي عبدالحق واسق، ملا نورالله نوري، ملا محمد فضل او ملا خيرالله خيرخواه شامل دي.

تهامس جوسیلېن ليکي داسي هيڅ وجه نه ليدل کيږي چې ګواکه ددې څلور واړو طالبانو خوشي کول به څه فرق رامینځ ته کړي.

په پای کې د ويکلي سټيندرډ ليکوال وايې دغه طالبان چې امريکايې ولسمشر باراک اوباما يې له ګوانټانامو څخه د سولي د خبرو اترو د هڅو په لړ کي افغانستان ته پر انتقالولو غور کوي، کیدای شي دغه څلور واړه قومندانان برعکس د طالبانو په مشر تابه کي شته خلا ډکه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG