د لاسرسي ځای

په پاکستان کې جلسو جلوسونو ولې زور اخیستی؟


د پاکستان په لاهور کې د امریکا او هند ضد د جماعت الدعوه د ملاتړو یو لاریون.
۱۸م ډسمبر ۲۰۱۱

د پاکستان په لاهور کې د امریکا او هند ضد د جماعت الدعوه د ملاتړو یو لاریون. ۱۸م ډسمبر ۲۰۱۱

احمد شاه اعظمي - پراګ

په پاکستان کې د تيرې لږې مودې راهيسي سياسي ګوندونو د هيواد په بېلا بيلو برخو کې په جلسو يا ولسي غونډو لاس پوري کړی دی چې دا ډول د خلګو ملاتړ تر لاسه کړي. دا جلسې په لومړي سر کې له صوبه پنجابه پېل شوې چې په دا وروستيو کې تر خېبر پښتونخوا او سند صوبو پوري هم وغځېدې. که څه هم له آيين سره سم په دې هيواد کې راتلونکې پارليماني اتنخابات په ۲۰۱۳م کال کې کېږي خو په تېزۍ سره روانو سياسي هلو ځلو د خلګو په ذهنونو کې يو لړ پوښتني را ولاړي کړي دي.

دا چې هغه څه محرکات وو چې د پاکستان سياسي ګوندونه يې جلسو ته را وپارول، په پېښور کې د سياسي چارو کارپوه اېمل خټک وايي چې ځيني ګوندونو د لا زيات شهرت موندلو او ځيني بيا د خپل ګوند د کمزوري کېدو له ويري جلسې کوي.

((يو طرف ته هغه جوماتونه دي چې د هغوی طرف ته د خلګو رجحان دی او خلګ په زيات تعداد کې ور روان دي. بل طرف ته هغه ګوندونه دي چې له هغوی سره دا ويره ده چې که هغوی متحرک نشوه او خپل فعاليت يې يې ونه ښودو نو کېدای شي د هغوی ځيني همدردان او غړي بل ګوند ته ولاړ شي))

په پاکستان کې په روانو جلسو کې زياتره وخت له جذباتي او احساساتي ويناوو څخه کار اخستل کېږي چې دا ډول د خلګو پام ځان ته راواړوي. په دې جلسو کې اکثريت د هيواد دښي اړخو ګوندونو دی چې د شنونکو په وينا د پوځي اسټبلشمنټ يا سخت دريځه عناصرو سره لاس يا خو ورته نرمه ګوښه لري.

د سيمه ايزو چارو کارپوه پرفېسر خادم حسېن وايي چې په پاکستان کې سياسي عمل له ډېره وخته راهيسي مات يا کمزوری کړل شوی دی، له همدې څخه په ګټه اخستو سره ښي لاسي ګوندونه په جذباتي او احساساتي نعرو واک ته ځان رسول غواړي.

((له بده مرغه په پاکستان کې سياسي عمل له ډېره وخته راهيسي مات کړل شوی دی چې له وجي يې دلته د ښې لاس سياسي قيادتونو په مختلفو حوالو د ملک د ټولنيزو او اقتصادي ستونځو غاړي ته يو داسي جذباتي فضا جوړول غواړي چې په هغه بنياد دوی د طاقت او اقتدار واګي تر لاسه کړای شي((

په پاکستان کې د سياسي ګوندونو لخوا په جلسو کې بېلابېل شعارونه ورکول کېږي. په داسي وخت کې چې په دې هيواد کې ټولنيزي، اقتصادي او سياسي ستونځي زياتي شوي دي، آيا سياسي ګوندونه يې د حل لپاره پېغام ورکوي يا يو کړنلاره ټاکې که څه بل هدف لري، اېمل خټک يې په اړه وايي.

(( نن سبا چې په پاکستان کې کومه سياسي فضا جوړه ده په هغه کې د امريکا دښمني يو جالبه نعره ده. نو د دې لپاره هغه سياسي قوتونه چې خپل ځان مطرح کړي نو هغوی امريکا مخالف بيانونه هم ورکوي او سخت دريځونه هم استعمالوي د دې لپاره چې زيات نه زيات خلګ ځان ته را جلب کړي. او بل دا چې کېدی شي په دې طريقه دوی غواړي چې په حکومت يا اسټبلشمنټ کې دننه هغه قوتونه چې په دې خبرو خوشاله کېږي هغه هم خوشاله کړي او هغوی ته دا وښيي چې موږ هم ستاسو په پلانونو يا ستاسو په اېجنډا کې سم راتلای شو نو دا قوتونه لګيا دي د مستقبل لپاره ځای ځايګی پيدا کوي)).

که څه په پاکستان کې رواني جلسې د ښي لاسو او مذهبي ګوندونو لخوا کېږي خو د عوامي نېشنل ګوند پرته نور آزادخياله ګوندونه پر ځای ناست دي. د څېړونکو په فکر دا ځکه چې په اوسنيو حالاتو کې پر آزادخياله ګوندونو د پاکستان په سياست کې دايره تنګه کړل شوې ده.
XS
SM
MD
LG