د لاسرسي ځای

تازه خبر

له طالبانو سره پر خبرو د یو امریکايي سېنېټر خبرداری


په واشنګټن کې د سېنېت د یوز غونډې تصویر
په واشنګټن کې د سېنېت د یوز غونډې تصویر

د امريکا رپبلکن ګوند يو مهم سنېټر د ګل په ورځ خبرداری ورکړی چې د افغان جنګ ختمولو لپاره د ولسمشر اوباما ادارې لخوا د طالب قيديانو سپارل به سياسی خطره ولري. د امريکا چارواکو رويټرز خبری اژانس ته ويلي د ګوانتانامو ټاپو کې قيد طالبان افغان حکومت ته سپارل به خپلمنځی باور پرځای کړي او له دې سره به د افغان ولسمشر حامد کرزی حکومت او د طالبانو ترمينځ د امن تړون کې پرمختګ وشي.

د رپبلکن ګوند سنيټر سيکسبي چېمبليس په يو بيان کې وایي ، دا داسي خبره ده که چري اوباما ادري د ترهګرو سره د خبرو پريکړه کړې ده چې په عمومی توګه په دي هيواد کې نه کيږی. دی وايي هغه قيدیان چې د امريکا لپاره ګواښ دي ، په سپارلو سره یې باور نشي پرځاي کيږی.

رويټرز خبری اژانس ليکي چارواکي د پريکړه په اړه خوش بينه نه دي خو اميد لری چې د ۵ طالب قيديانو سپارولو او نور د اعتماد سازی ګامونو پورته کولو چې د طالبانو لخوا د ترهګرۍ نه لاس اخیستو سره د افغان حکومت او طالبانو ترمينځ د جنګ ځپلي هيواد سياسی مستقبل په اړه په خبرو کې پرمختګ کيدای شي.

سنيټر چېمبليس اندښنه څرګنده کړه چې د قيديانو سپارولو په اړه خبرې دې د ډزبندۍ تړون وروستو وشي او دا کار بايد په ډاګه وشي. امريکايي ولس ته دې وویل ي شي چې دغه قيديان په کومو ترهګروکړنو کې ککړ وو.

رويټرز خبری اژانس ليکي امريکايي چارواکي وايي د ممکنه قيديانو سپارل به قامي فيصله وي چې د کانګرس سره به مشاورت کيږی او د قيديانو د سپارولو نوی قانون لاندې به وي.
ولسمشر اوباما د ۲۰۱۱ کال د دفاع بل لاس کړی چې په دې کې يو شق داسې هم دی چې قيديان د امنيت په خاطر وسپارل شي.

امريکايي چارواکي په دې خبره زور راوړی چې سمې خبرې اترې بايد د کرزي حکومت او طالبانو ترمينځه نيغ په نيغه وشي او د امريکا سفارتکاران به يواځي
کوربتوب کوي.

د امريکا ولسمشر د روان کال ژمي پورې د ۳۳۰۰۰ ځواکونو د وېستلو ژمنه کړې چې د ۲۰۱۴ کال پورې به بهرملکی جنګي ځواکونه له هيواد ه ووځي.

د امريکا مرستيال ولسمشر جو بايډن دا اونۍ له نيوز ويک سره په خبرو کې ويلي چې طالبان ددوی دښمان نه دي خوکه دوی القاعده پر امریکا بریدونو ته پرېږدي نو دا یو ګواښ راڅېرمه کوي. ولسمشر اوباما کله هم په خپل پاليسی بيان کې دا نه دي ويلي چې طالبان د دوی دښمانان دي بلکې دوی د امريکا ګټو ته ګواښ دی.

رويټرز خبری اژانس د مقالی په پای کې د طالبانو يو ناڅرګنده کمانډر حواله ورکړې چې ددوی په وينا له افغانستانه د ټولو بهرملکي ځواکونو وتلو پورې د خبرو اترو امکان نشته او امريکا سره له خبرو اترویې انکار کړی دی.
XS
SM
MD
LG