د لاسرسي ځای

واڅلاو هاوېل د ازادۍ او جمهوريت مبارز وو.افراسیاب


د عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر آفراسیاب خټک

د عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر آفراسیاب خټک

د عوامي نېشنل پارټۍ د پښتونخوا صوبې مشر د مشال ریډیو له خبریال اسرارعالم مهمند سره په خبرو کې د چيک جمهوریت د پخواني ولسمشر واڅلاو هاوېل د مړینې په اړه وویل چې هغه نه یوازې د خپل ملک بلکې د ختیځې اروپا د ټولې سیمې لپاره د جمهوریت او ازادۍ د یوه لارښود حثیت لرلی.

واڅلاو هاوېل د شلمې پېړۍ يو مشهور شخصيت وو ، دا يو له هغو کسانو دی چې د چېک جمهوریت د خلکو د جمهوري اقد ارو لپاره راپاڅېدو.

هغه په يو مشکل وخت کې خپل تحريک پېل کړو ، ځکه چې هغه په يوه داسې ټولنه کې ژوند کولو چېرته چې اقتصادي ډيموکراسي وه خو سياسي ډيموکراسي نه وه ، په داسې وخت کې چې زور واکي يا امريت وو وڅلاو هاوېل په حوصلې سره د حالاتو مقابله وکړه .

نه يواځې دا بلکې د ښاغلي هاول په ادبي برخه کې هم يو شمېر خدمات دي.خو د هغه د هلو ځلو تر ټولو مهمه برخه دا ده چې هغه د رايې د اظهار د ازادۍ ، جمهوريت او نورو بنيادي حقونو لپاره ودريدو.

د واڅلاو هاول تحريک ټول مشرقې يورپ و خوځولو چې له وجې يې لوی بدلون رامخې ته شو او يو شمېر جمهوري رياستونه جوړ شو ، يقيناًٍ د وڅلاو هاول مرګ د چيک خلکو لپاره لوی تاوان دی او د هغه ځای هېڅ څوک هم نه شي نيولې ، پکار ده چې د چيک ولس د وڅلاو هاول د فکر او نظريې پېروي وکړي.
XS
SM
MD
LG