د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انډونیشیاپه ډوبه شوې بېړۍ کې د کوټې کسان هم شته


د پروسږ کال د مې میاشت په دویمه نېټه د انډونیشیا چارواکو د افغانستان ،ایران او شمیر نورو ملکو په لسګونه غیرقانوني کډوال ونیول چې اسټرالییا ته په یوې بېړۍ کې په پټه تېرېدل
د پروسږ کال د مې میاشت په دویمه نېټه د انډونیشیا چارواکو د افغانستان ،ایران او شمیر نورو ملکو په لسګونه غیرقانوني کډوال ونیول چې اسټرالییا ته په یوې بېړۍ کې په پټه تېرېدل
خدای نور ناصر - کوټه

د انډونیشیا په جاوا سیمه کې د خالي په ورځ په ډوبه شوې کشتۍ کې د کوټي په لسګونه کسان هم لادرکه دي. د لادرکه کسانو کورنۍ وايي دلادرکو له خپلو کورنیو سره هیڅ اړیکي نشته. او وېره څرګندوي چي ددوی خپلوان په دې کشتۍ کې ډوب شوي نه وي. بوستان علي چي تعلق يې له هزاره قبیلې سره دی له مشال ریډيو سره په په خبرو کې وویل ،دده يو تربور يوه میاشت له مخه له کوټي اسټرالیا ته په غیر قانوني توګه روان شوی وو، چي تراوسه يې هیڅ حال نشته.بوستان علي زیاتوي

زما يٍو تربور يوه میاشت له مخه له کوټي انډونیشیا ته ولاړ. له تیرو دوو ورځو راهیسي په رسنیو کې دا خبر موږ اورو چي يوه کشتۍ غرقه شوې ده. زما یوه تربره مو د يوه بل ملګري کور ته ټيلي فون کړی وو، چي نور ټوله لادرکه دي.


د هزاره ډيموکرېټک ګوند مشر عبدالخالق هزاره خبري غونډه کوي
د هزاره ډيموکرېټک ګوند مشر عبدالخالق هزاره خبري غونډه کوي
ددې تر څنګ د هزاره ډيموکرېټک ګوند مشر عبدالخالق هزاره وايي د هزاره قبیلې له پنځوسو بیاتر اتیاو پوري کسان په دې کشتۍ کې لادرکه دي. عبدالخالق هزاره مشال ته وویل په ډوبې شوې کشتۍ کې بچ شوی يوه تن کوټي ته خپلي کورنۍ ته ټیلي فون کړی او ددې حال يې ورکړی.دغه کسان په انساني قاچاق پرمختللیو هیوادو ته ځي. په دې کې ویل کېږي چي له پنځوسو بیاتر اتیاوو پوري د کوټي هزاره ګان په دې کشتۍ کې موجود وو.


که څه هم خالق هزاره د کوټي د اوسېدونکېو شمیر له پنځوسو بیاتر اتیا یادکړ، خو په بلوچستان کې د بشري حقونو يوه مشر طاهر خان ايډوکېټ وايي، په دې کشتۍ کې د کوټي شاوخوا يو سل اویا کسان سپاره وو چي دده په خبره په دې کې يواځي د هزاره قبیلې نه بلکې پښتانه هم په کې شته.

سره له دې چي له کوټي څخه اکثره وخت کسان په غیرقانوني توګه اروپايي هیوادونه ته ځي. خو د هزاره ډيموکرېټک ګوند مشران وايي ددوي دقبیلې ډیری وګړي د کوټي د ناامنۍ له امله نورو هیوادونه ته په غیرقانوني توګه مخه کوي.
XS
SM
MD
LG