د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پیښور او تور خم ترمینځ د خیبر درې خرابه لاره


د پیښور او تور خم ترمینځ د خیبر درې خرابه لاره
د پیښور او تور خم ترمینځ د خیبر درې خرابه لاره

فرهاد شینواری - خیبر ایجنسی

د پیښور او تورخم ترمینځ د خیبر درې په لویه لاره سفر کونکي خلک وايي چې دغه لاره چې واټن یې خوا وشا ۵۰ کلومیتره جوړیږي،اوس د ګاډو د تګ راتګ جوګه نه ده پاتې.

د دوی په وینا دغه لاره ټوله کنډ کپر ده،او ځای په ځای ماته شوی ده. د خیبر دري په لویه لاره سفر کونکي له چارواکو غوښتنه کوي چې دغه لاره دې زر تر زره جوړه کړل شي.

که یو خوا په دې لاره د پاکستان او افغانستان ترمینځ په لویه کچه تجارت کیږی،او هره ورځ د افغان ټرانزټ ټریډ په زرګونه ګاډي پرې تګ راتګ کوي،نو بل خوا ورباندې په سلګونه د سورلو ګاډي هم ځي راځي.او له تېرو لسو کالو راهیسې پرې په افغانستان کې میشت ناټو ځواکونو ته د تیل او سامان وړونکي کاروانونه هم له دې لارې تېرېږي.

د لویو لاریو چلونکي شکایت کوي چې د خرابې او خستې لارې له کبله ورباندې سفر کول ګران شوی دی
د لویو لاریو چلونکي شکایت کوي چې د خرابې او خستې لارې له کبله ورباندې سفر کول ګران شوی دی
که څه هم په دې وروستیو کې د ناټو کاروانونه بند کړی شویدي خو د دې باوجود د خراب حالت او د ټریفک رش له امله دغه لویه لاره هر وختې بنده وي،او خلک د یو شمیر مشکلاتو سره مخامخوي،په دې لاره افغانستان ته شخصی مال وړونکی د یو ټرالر ډرایور فضل بادشاه مشال ریډیو ته وايي چې((دغه لاره ډیره خرابه ده،مخکې به په دوه یا دري ساعته کې تورخم ته پري رسیدلو او اوس د ۲۴ ساعتو نه هم راته مزل پورته شوی دی،او عمر موپه انتظار کې تیریږی،ډیرزیات ګردونه وی او هر وختې ترې بیماران یو))

په لنډي کوتل بازار کې یو دوکاندار اکرام الله وايي ((چې د دوی کاروبار یې هم اغیز من کړی دی او د سوداګرۍ څیزونه په اسانه پرې نه شي راوړلای))

د دغې سیمې یو مشر آفتاب خان وايي چې(( د دغې لارې د خراب حالات له امله دوی خپل مریضان هم په وخت روغتونونو ته نه شي رسولای ،او که کومه پیښه وشي نو ټپیان هم په ایمبولنسونو کې راته مړه شی،اوزر یې نه شو وړلای))

د پیښور او تورخم تر مینځ د خیبر درې لویې لارې د خراب حالت او د خلکو د ستونځو په اړه د خیبر ایجنسۍ ایډیشنل پولیټیکل ایجنټ سید احمد جان وايي چې هڅه کوي چې دا لاره زر تر زره جوړه کړي.
XS
SM
MD
LG