د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې سیاسي اړۍ ګړۍ


د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري
د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري

نیویارک ټایمز ورځپاڼې پاکستان کې د سیاسي فشار په اړه لیکلي چې هم له دې وجې د پاکستان صدر آصف علي زرداري دوبۍ کې دعلاج وروسته زر خپل هېواد ته ستون شو. د ګل دورځې نه د پاکستان په سپریم کورټ کې دهغه میمو یا خط په حواله اوریدنه شورو شوې چې پکې په مبینه توګه د اوبامه انتظامیې نه غوښتنه شوې چې دپاکستان د پوځ لخوا د حکومت د ممکنه غورځولو په حال کې دی د موجوده حکومت مرسته وکړي. په دې مقدمه کې به کتلای شي چې آیا صدر زرداري ددې خط تر شا لاس لري او که نه؟

نیویارک ټایمز لیکي ددې لانجمن خط په معامله کې هغه وخت یو نوی پړاؤ رامنځ ته شو چې صدر زرداري د روانې میاشتې په شپږمه نیټه ناڅاپي د علاج لپاره دوبۍ ته لاړ. د زرداري ملګرو ویلي نوموړې خپل هېواد ته ستون شوی چې د موجود تورونو او فشار مقابله وکړي.

ځینې څیړونکي دا ګومان هم کوي چې کیدای شي سرکاري چارواکي د هېواد امنیتي او خارجه پالسیو په لړ کې پوځ ته ډیر کردار ورکولو باندې سلا شوي وي.

خو نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي زیاتره پاکستانی او مغربي څیړونکي په دې نظر دي چې په تیرو ورځو کې د پوځ لخوا د حکومت نیولوخبرې ناشونې وې. ځکه چې دورځپاڼې په وینا که څه هم پوځي جرنیلان د موجوده حکومت د درغلیو او نا اهلۍ نه تنګ شوي دي خو په داسې حال کې چې ملک کې اقتصادي بحران دې، د توانايي دنشت والي سره مخامخ دې او سخت دریزي هم پکې ورځ په زیاتیدو ده، پوځ حکومت خپلو لاسو کې اخیستل نه غواړي.

ورځپاڼه زیاتوي که څه هم د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګېلاني د پوځ د مشر جنرل اشفاق پروېز کیاني سره د جمعې په ورځ د ملاقات وروسته دغه ډو ل ټول خبرونه رد کړي وو خو د څیړونکو په وېنا په راتلونکو ورځو کې د پوځ او ولسي حکومت ترمنځه فاصلې په زیاتيدو ښکاریدې.


بلخوا هیومن رایټس واچ د امریکا د صدرباراک اوباما په نوم یو خط کې لیکي موږ د تېر کال د دسمبر په اوومه نیټه هم د امریکا لخوا د اهدافو په نښه کولو په سلسله کې دوژنو په باب د خپلو اندیښنو نه خبر کړی وی. چې پکې موږ د ولسي خلکو د وژنې د کمولو په لړ کې ځینې وړاندیزونه درکړي وو چې داراز امریکا خپل ګامونه د نړیوالو ذمه واریو سره برابر کړي. خو ددغه خط وروسته دپاکستان ترڅنګه نورو هېوادونو ته هم د امریکا د ډرون بریدونو سلسله غځیدلې ده.

هیومن رایټس واچ په خپل دغه خط کې صدر اوباما ته لیکي که څه هم ستا حکومت د ډرون بریدونو په لړ کې د روڼ والي او احتساب لپاره یو شمېر ګامونه پورته کړي خو بیا هم د ډرون بریدونو د قانوني حثیت په اړه په امریکا او نړۍ کې انديښنې ورځ په ورځ زیاتیږي.

هیومن رایټس واچ صدر اوباما ته لیکي دوي مني چې د امریکا حکومت به د خپل قام د حفاظت ذمه واري په هر حال کې ترسره کوي او په دغه لړ کې چې څوک ددې هېواد پرضد ګامونه پورته کول غواړي د هغه نیول یا وژل هم ددغه ذمه واریو برخه ده. ددې ترڅنګه امریکا ته چې کوم خطرونه ور پیښ دي هغه هم د پخوا نه ډېر بدل دي چې دعام قانوني کاروايي په ترڅ کې یې مخ نیوی ډېر ګران دی.

هیومن رایټس واچ په دغه خط کې لیکي امریکا کولای شي چې د نړۍ په کوم ګوټ کې هم ورته خطر موجود وي، دوی به یې په نښه کړي. خو پوښتنه دا ده چې که دغه خطره دروس او یا چین په خاوره موجوده وي نو بیا به د امریکا څه لایحه عمل وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG