د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان:د غېرت په نامه پر ښځو تشدد شوی


د ښځو په وړاندې د تشدد نړیوالې ورځ په مناسبت د یوې ښځې تصویر چې تشدد پرې شوي
د ښځو په وړاندې د تشدد نړیوالې ورځ په مناسبت د یوې ښځې تصویر چې تشدد پرې شوي

نیازموساخېل،کوټه

د بلوچستان په ۲ ضلعو لورالایي او موساخېل کې پر ښځو د تشدد په دوو جلا پېښو کې یوه ښځه وژل شوې او د بلې هغې پوزه او غوږونه غوڅ شوي دي.

لومړۍ پېښه د لورالایي ضلعې په دُکۍ تحصیل کې رامنځته شوه، د لیویز چارواکو مشال ریډیو ته ویلي ا،د یوې ښځې لېورونو هغه د غېرت په نامه وژلې ده.

د دُکۍ تحصیلدار،اعجازخان ووېل ، لومړی په ښځه تشدد شوی او بیا د وژلو وروسته ښخه کړل شوېده.

اعجازخان زیاته کړه،دوی په پلټنو بوخت چې د پېښې ککړ کسان ونیسي.

دویمه پېښه د موساخېل ضلعې د درګ په سیمه کې شوېده.ځايي لیویز له مشال ریډيو سره په خبرو کې وویل چې یوه کس د غېرت په نامه د خپلې میرمنې پوزه او غوږونه پرې کړيدي.

دا چې یو څو ورځې مخکې د پاکستان سېنېټ او قامي اسمبلۍ پر ښځو د تشدد ضد یو قانون منظور کړی،نو بیا هم ولې داسې پېښې را منځته کېږي او ولي ددغه ډول پېښو مخنیوی نه کېږي؟ د ژوب ډویژن کمشنر،میران جان کاکړ وايي:٫٫هر چا چې دا کار کړی.ظلم او زیاتوب یې کړی او موږ له خپلو قانوني لارو دوی ته سخته سزا ورکوو،خو دلته دا خبره به هم مهمه و ګڼم چې د قانون نه پرته هم،زموږ په ټولنو کې و ښځو ته ډېر عزت ورکول کېږي او له دوی سره د داسي قِسمه تشدد سوچ هم څوک نه شي کولۍ.بهرحال،باور درکوم،موږ به خپل قانوني ګامونه لازماً اخلو.٬٬

د ښځو د حقوقو لړ کې کارکونکې غېر سرکاري ادارې،عورت فاونډېشن بلوچستان مشر،داود درانۍ هم وایي،چې په بلوچستان کې د ښځو ضد داسي جنایتونه کېږي او د دوی هڅه وي،چې د مخنیوي لپاره یې یو څه وکړي ٫٫زموږ او ستاسوچې کوم سوچ او فکر دی،د هغه پر بنیاد چې کوم تشدد پر ښځو کېږي،که د غېرت په نامه وژل کېږي،که ښکنځل ورته کېږي او که بل څه تشدد پرکېږي،دا هغه ستونزې دې چې نن د بلوچستان ښځه ور سره مخامخه ده او پکار ده چې په ټولنه کې له ښځو سره د احترم او عزت او برابري ورکولو لپاره پوهه زیاته شي.٬٬

په بلوچستان کې وخت نا وخته پر ښځو د تشدد پېښې را منځته کېږي.په دغه لړ کې تر ټولو مهمه او مشهوره پېښه نږدې دوه کاله مخکې، د نصیر آباد په سیمه کې شوې وه، چې د غېرت په نامه ۵ ښځې ژوندۍ په قبرونو کې ښخ کړل شوې وې.

د هغې پېښې په ګډون د ښځو په وړاندې د ترسره شوی تشدد په اړه لاهم د بلوچستان په عدالت کې ګرمو کسانو یا مجرمانو ته هیڅ سزا نه ده ملاو شوې.چې د څېړونکو په خبره همدا هغه څه دي چې ښځې اکثره له انصافه بې برخه پاتې کېږي.
XS
SM
MD
LG