د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان پېکېج ۱۵ زره نوکرۍ څه شوې؟


د بلوچستان په لروبر کې د بې کارۍ له په لسګونه ځوانان په دلو ډلو ناست د ساعتیري لپاره د بډیو،بېتو ،سخي ،کتار،لډو ،هېنډه ،کبډي او یا نورو هغو باندې اخته وي
د بلوچستان په لروبر کې د بې کارۍ له په لسګونه ځوانان په دلو ډلو ناست د ساعتیري لپاره د بډیو،بېتو ،سخي ،کتار،لډو ،هېنډه ،کبډي او یا نورو هغو باندې اخته وي

نیازموساخېل،کوټه

تېرکال د پاکستان وفاقي حکومت د بلوچستان پېکېج تر سیوري لاندي، د بلوچستان تعلیم یافته ځوانانو لپاره ۲۰ زره نوکرۍ ورکولو اعلان کړۍ وو.په دغه لړ کې هم تېر کال ۵ زره ځوانانو ته په محکمه تعلیم کې نوکرۍ ورکړې شوې،خو اوس ۲ کاله په تېرېدو دي او تر اوسه لا باقي پاته نوکرۍ نه دي اعلان شوې.د صوبې ځوانانو مشال ته ویلي،په صوبه کې د نورو صوبو په پرتله کارخانې او نوري شخصي ادارې هم یا خو کمې دي او یا بیا بالکل شته نه،ځکه نو دلته د کار او روزګار آسانتیاوې هم کمې دي.

دوی زیاتوي،که حکومت د صوبې ځوانانو ته ۲۰ زره نوکرۍ ورکړي،نو دلته به د بې روزګارۍ وضع تر ډېره حده سمه شي.د ضلع زیارت یو تعلیم یافته ځوان،نورالله په دغه اړه زیاته کړه:٫٫ګوره،پر کور کور بې روزګاري ده.زه خپله بېکاره یم.په بلوچستان کې د خلکو نفوس هم ډېر کم دی او د تعلیم کچه هم ډېره کښته ده.نو په ټوله صوبه کې که زیات نه زیات بې روزګاره څوارلسم پاس ځوانان وي،نو د هغو شمېره به تر ۲۰ زرو پوري وي.که حکومت خپله ژمنه پوره کړي،نو په صوبه کې به یو څوارلسم پاس هم بې روزګاره نه شي پاته.٬٬

نورالله ووېل،حکومت پر خپلو ژمنو ولاړ نه دی او په زړه پورې خبره دا چې کوم ۵ زره کسان دوی تېرکال په کار ګمارلي وو،هغوی ته له څو میاشتو راهیسې تنخواګانې نه دي ورکول شې.په داسي حال کې تمه او باور نه لرو چې حکومت به باقي پاتې ۱۵ زره نوکرۍ راکړي ٫٫ځکه خو نو اوس دلته هرځوان او هر سړی دا فکر کوي،چې بلوچستان پېکېج یو دروغ او هسې تېر اېستل دی.د دې تر شا د حکومت،څه نور مقصدونه وو او که څنګه.....!٬٬

ټولنیزکارکونکی.محمد اشرف هم وایي،حکومت خلکو ته یو څیز ښکاره کړي،بیا یې ځیني پټ کړي،بیا خو به لازمي په خلکو کې نا هیلې زیاتېږي او خلک به یقینًا فکر کوي چې دا څنګه حکومت او څنګه چارواکي دي،تر څه وخته به باور پر کوو؟

بلوڅ ملت پاله ګوند،بلوچستان نېشنل پارټۍ (مېنګل) ډلې یو مشر،ملک عبدالمجید کاکړ وایي،له ژمنې سره سم نوکري نه ورکول ډېر لوی زیاتوب دی.هغه فکر کوي،بلوچستان پېکېج یوه ډرامه وه ٫٫حکومت یوازي یوه ادعا کړې او دا یې پوره کړې نه ده.حکومت به څنګه د ۲۰ زره نوکرۍ ژمنه پوره کړي؟دوی خو تر اوسه هغو اخیستل شوي ۵ زره ځوانانو ته هم،له څو څو میاشتو تنخواګاني نه دي ورکړې،نو د ۲۰ زره نوکرۍ خو بیا بېخي لیري خبره ده.٬٬

خو د بلوچستان د بنیادي تعلیم صوبایي وزیرناصِرخان جمالي د خلکواو سیاستوالو اندېښنې پر ځاۍ نه بولي. دی وایي ٫٫تېر وار چې د ملک وزیراعظم،یوسف رضا ګیلاني کوټې ته راغلۍ وو،نو موږ دغه ستونزه ورته وړاندې کړه.دوی ژمنه راسره کړې چې ډېر ژر به پلان سر ته رسوي او موږ هم په دغه لړ کې په شریکه پر دې کار کوو او چې لږ هم حالات برابر شي،باقي پاتې نوکرۍ به هم اعلان کړو.٬٬

یاده دي وي،تېرکال وفاقي حکومت د ناراضو بلوڅانو پخلا کولو لپاره د بلوچستان پېکج اعلان وکړو،چې پکې د صوبې ځوانانو لپاره ۲۰ زره نوکرۍ اعلان شوې.که څه هم له اوله سره بلوڅ ملت پالو یاد شوی پېکېج د یو ٫٫سیاسي رشوت٬٬ په نوم یاد کړی،خو اوس په دغه لړ کې خپلې ژمنې نه پوره کول به پر حکومت د بلوڅ ملت پالو ټکونو او نیوکې لا هم زیاتې کړي.
XS
SM
MD
LG