د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چیک سلواکییه د آزادۍ رهبر واڅلاو هاویل مړ شو


د چیکوسلواکییه او د چیک جمهوریت پخوانی ولسمشر واڅلاو هاویل نن د ۷۵ کلونو په عمر مړ شو
د چیکوسلواکییه او د چیک جمهوریت پخوانی ولسمشر واڅلاو هاویل نن د ۷۵ کلونو په عمر مړ شو

قاسم خان مندوخیل او فرخنده وزیر


واڅلاو هاویل ،مخالف ډرامه لیکونکی چې وروسته د چېکو سلواکییه ولسمشر شو نن په خپل کور د چیک جمهوریت په شمالي بوهیمییا کې د ۷۵ کلنی په عمر مړ شو.

په کمیونسټي دور کې د واڅلاو هاویل پر ډرامو بندیز لګول شوی وو او پنځه کاله یې د حکومت ضد پاڅون پر سر په زندان کې تېر کړي وو.د ۱۹۸۹ م کال د نومبر په ۲۳ مه نېټه هاوېل د څه باندې درې لکو کسانو یوې غونډې ته چې د پراګ ښار په وینڅیسلاس څلور لاره کې یوه تاریخي وینا کې ویلي وو،موږ په یوه ازاده،جمهوري، او سوکاله چېکوسلواکییه کې ژوند کول غواړو.موږ اروپا ته ستنېدل غواړو،او موږ به هیڅکله هم له خپلې لارې پر شا نه شو.که هر څومره خنډونه او ستونزې مو مخ ته پرتې وي.٬٬

د چېکوسلواکییه مخملي انقلاب شپږ ورځې ه وړاندې هله پيل شو چې د زدکونکو یو پرامن لاریون د پولیس لخوا تر تشدد لاندې راغلی.له دې وروسته په سلګونه زره چېک او سلواک اوسېدونکو پرامنه مظاهرې پیل کړې.هاوېل چې یو حکومت مخالف لیکوال وو د انقلاب د سر سر رهبر په توګه راوړاندې شو.نوموړي یوې سترې غونډې ته وینا وکړه او له د هغه خبرو اترو مشري یې وکړه چې د کمیونسټانو واک یې په سوله ییزه توګه پای ته ورسولو.

ده دغه ۱۹۸۹ م کال په ورسیتو کې هاوېل د یوې آزادې چېکوسلواکییه ولسمشر وټاکل شو.د کمیونزم څلور لسیزې واکمني پای ته ورسېده.

واڅلاو هاویل زوکړه


واڅلاو هاویل د ۱۹۳۶م کال په ۵ اکتوبر یوې مخورې کورنۍ کې وزیږېدی.په ۱۹۴۸ م کال چې کله کمیونسټان په واک کې راغلو نو د هغه د کورنۍ زیاتره جایدادونه یې قبضه کړل او د هاوېل کورنۍ خلک یې له لوړو زدکړو منع کړل.

د پوځي خدمتونو وروسته هاوېل د ډرامو لیکلو ته مخ کړه او په دې کې به یې اکثره د کمیونسټي دور د ځورونو کیسې بیانولې.

بیا په ۱۹۶۸م کال کې شوروي په مشری د وارسا تړون ځواکونو چیکسلواکییه لاندې کړه چې موخه یې د پراګ سپرلي اصلاحاتو غورځنګ وهل وو.په ۱۹۷۶ م کال کې هغه د چارټر ۷۷ م په نامه له یوه بل لیکوال سره په ګډه یوه اعلامییه ولیکله او په دې کې یې پر کمیونسټ حکومت غږ وکړ چې د د بشري حقونو د نړیوال تړون پاملرنه دې وکړي چې دوی لاسلیک کړي دي.ددغه چارټر لیکونکي سزا کړل او هاوېل یې د درې نیمو کالو لپاره قیدي کړ.

د چیکوسلواکییه وروسته د چیک جمهوریت ولسمشر شو


په ۱۹۸۹م کال په ورستیو کې د ختیځې اروپا شوروي پلوي کمیونسټ هیوادونه د متیدو ژۍ ته نژدې شوي وو.د همدغه کال په سپټمبر کې د مشرقي جرمني په زرګونه خلکو د چیک جموهریت د مرکز پراګ له لارې مغرب ته د اویښتو کوښښونه کول.دوه میاشتې وروسته د برلن دیوال نسکور کړل شو.

د نومبر په ۱۷ مه نېټه پولیس په پراګ د زدکونکو پر یوه مظاهره یرغل وکړه چې په دې سره یې د خلکو خواحوږي وګټله او همدا د مخملي انقلاب پیل شو.او د دې انقلاب د سر قهرمان واڅلاو هاویل وو.د ولسي فورم په نامه د هغه ډلې په دې انقلاب کې مخکښ رول لاره.

کله چې کمیونسټي رژیم په نسکورېدو وو نو واڅلاو هاویل په دغه کال د ډسیمبر په لسمه نېټه چې د بشري حقونو له نړیوالې ورځې سره سمون خوري د ولسمشری په انتخاباتو کې د برخې اخیستو منډې ترنډې پيل کړې.

هغه وویل، راځي چې هیڅوک دې پرې نږدو چې زموږ د پرامنه انقلاب ښکلې څېره بدرنګې کړي.٬٬ هغه وویل، رښتیا او مینه به کرکې او دروغو ته ماتې ورکوي،

واڅلاو هاویل په ۱۹۸۹ م کال د دسمبر په ۲۹ نېټه ولسمشر شو.په ۱۹۹۰ مو کلونو کې هغه زیاتره وخت په دې کې تېر کړ چې چېکوسلواکییه له متېدو راګرځوي چې کله سلواک برخې د خپلواکی غږ پورته کړ.واڅلاو هاویل په دې کې پاته راغلو او په ۱۹۹۲ م کال یې استعفا ورکړه.خو د سلواکي برخې د بېلېدو وروسته دی په ۱۹۹۳ م کال د چیک جمهوریت ولسمشر جوړ شو او بیا په ۱۹۹۸ م یو ځل بیا د چیک جمهوریت ولسمشر جوړ شو.

په ۲۰۰۳ م کال هغه له سیاسته ګوښه شو.دا هغه ووخت وو چې چیک جمهوریت د ناټو غړی وو او اروپايي ټولنې په ورګډېدو وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG