د لاسرسي ځای

د راج کپور او دلیپ کمار کورونه تاریخي ورثه ګرځول کېږي


د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین د هند فلمي ستوري راج کپور او دلیپ کمار

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین د هند فلمي ستوري راج کپور او دلیپ کمار

خالد خان - پېښور

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین د پېښور تاریخي کیسه خوانۍ سره نژدې د ډکي منورشاه محلې دوره کړې وه ،او دا یې ویلي چې د پښتونخوا حکومت په پېښور کې د راج کپور او دلیپ کمار کورونه تاریخي او قامي ورثه ګرځول غواړي.خو ددغه کور اوسنی مالک حاجي اسرار صراف وايي دوی به په دې سوچ کوي چې دوی دغه کور حکومت ته ورکړي او که نه.دی وايي د کور یې په ۱۹۱۹ م کال په یوه نیلامي کې اخیستی وو.او ډېر ستر کور دی.دده په خبره کورنۍ یې نیت لري چې د خپل پلار په نوم یو روغتون (هسپتال ) پکې جوړکړي.


دا لرغونۍ او تاریخي کور د هندي فلمي ستوري راج کپور هوېلی دی

دا لرغونۍ او تاریخي کور د هندي فلمي ستوري راج کپور هوېلی دی

د پېښور د ډکي منورشاه محلې په لرغونې کوڅه کې یو کور اوس هم د هندي فلمي ستوري راج کپور هوېلۍ په نامه یادېږي.ددغه کوڅې اوسېدونکي په دې ویاړي چې د دوی یو محله دار راج کپور د هندوستان د فلمي نړۍ یو لوی اداکار وو.

د اندرشېر واټ پخوانی ناظم او د ډکي منورشاه محلې یو اوسېدونکی عبدالحکیم ساپی مشال ریډيو ته وويل چې دغه کور اوس شاړ پروت دي او کله کله ددغه کور اوسني مالکان دلته لیدو ته وراځي.

(( زموږ پيدایش په دې محله کې شوی دی .موږ اکثره دا کور وینو.دلته وړاندې خلک اوسېدل خو اوس له تېرو دولس کلونو راهیسې خالي پروت دی.دې ته شاته هم یو خالي پلات پروت دی چې لږ و ډیر ۲۰ مرلې به وي او دا کور هم څه نا څه هم اوولس اتلس مرلې وي.دا څلور چته کور وو خو یو ډېر زیات خراب شوی وو .کله کله به دلته په کوڅه کې خښتې هم ترې راپرېوتې.او ددې کورمالک حاجي اسرار یې یو چت وغورځولی.))

د پېښور په ډکي منور شاه محله کې د راج کپور تاریخي کور چې اوس یې د محلت اوسېدونکي په نامه ویاړي

د پېښور په ډکي منور شاه محله کې د راج کپور تاریخي کور چې اوس یې د محلت اوسېدونکي په نامه ویاړي

د راج کپور محلې اوسېدونکي وايي چې له دې ودانۍ سره دوی ډېره مینه لري .هغه ځکه چې له دې کور سره د هند د مشهورې کپور فلمي کورنۍ نوم تړلی دی.او بله دا چې اوسني مالکان د محلت غم ښادۍ لپاره دغه کور پرانیزي.

یو محله دار وايي،شاه روخ خان هم ددې ښار دی،دلیپ کمار هم ددې ښار دی.د راج کپور کور ډېر ښایسته،مضبوط او سنګین جوړ دی.زموږ د محلې د خلکو ودونه هم په دې کور کې کېږي.په دې کې د لرګیو ښکلي کار شوی دی.غټې غټې کوټې پکې دي .ډېر شاهي کور دی.

ددې تر څنګ د هندي فلمي نړۍ د یوه بل وتلي فلمي ستوري دلیپ کمار کور هم په پېښور ښار کې دي خو عبدالحکیم ساپی وايي چې د هغه کور اوس هیڅ وجودنه لري.او هلته اوس دوکانونه او نورې کاروبارې ودانۍ جوړې شوې دي.

(( دلیپ کمار په محله خداداد کې اوسېدلو،هغه چې کله په ۸۰ کلونو کې پېښور ته راغلی وو نو په هغه موقع زه خپله موجود وم.او هغه هم دونیمې درې مرلې کور وو خو اوس له مینځه تللی دی.په هغې نوې آبادي شوې ده.دوکانونه ورباندې جوړ شوي دي.دلیب کمار صاحب چې کله راغلو نو ماته یاد دي.نو هغه د د دروازې په لومړۍ پوړۍ ودرېدو او یې وخندل.نو خلکو ترې تپوس وکړو چې تاسو ولې خاندۍ.نو ده په ځواب کې وویل،چې ما به کله کله مور نه پیسې پورته کړې نو دلته به مې پټولې.او بیا به له دې ځایه راخيستلې،هغه خندل خپل وړوکوالی وریادېدو.

د هند دا مهال وتلی فلمي ستوری شاه روخ خان پلرنی ټاټوبی هم پېښور ښار وو او د هغه تره غلام محمد ګاما د پېښور یو مشهور سیاسي شخصییت وو.
XS
SM
MD
LG